پر نشه يي توکو له بندیز سره سره؛ په کندهار کې کروندګرو په زياته کچه تاریاک او چرس کرلي

د کندهار په لرې پرتو ولسوالیو او سيمو کې کروندګرو په زياته اندازه تاریاک او چرس کرلي او په ځينو ځايونو کې هڅه کوي له طالبانو یې په پټه تر حاصل ورسوي.

په کندهار کې کروندګر او ځمکه وال د تاریاکو عاید تر نوور کښتونو زيات بولي او وايي، چې «ستړیا یې لږ او ګټه يې زياته» ده.

د کندهار په میانشين، شاولي کوټ، میوند، غورک، نېش او یو شمېر نورو ولسواليو او سیمو کې پر سلګونه جریبه ځمکه خلکو تاریاک او چرس کرلي دي.

کروندګر وايي، چې د تاریاکو د کښتونو پر سر ځايي قوماندانانو ته ونډې ورکوي او په ډېرو سیمو کې د طالبانو امنیتي کسانو هم دغه کښتونه کرلي.

د کندهار د طالبانو امنيه قوماندانۍ هم مني، چې د کوکنارو او چرسو کښتونه شوي خو وايي د له منځه وړو لپاره یې کمپاینونه جریان لري.

د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند اسدالله جمشيد زياتوي، چې په تېره اونۍ یې نژدې ۸۹ جریبه ځمکه د کوکنارو او بنګو له کښتونو پاکه کړې ده.

هغه د سې شنبې په ورځ رسنیو ته وویل، چې له کندهار ښار او بیلابیلو ولسوالیو څخه یې ۹۳ په نشه روږدي کسان هم نیولي او د تداوي لپاره یې روغتيايي مرکزونو ته معرفي کړي دي.

جمشید وايي، چې په تېره اونۍ کې يې د نشه يي توکو پر وړاندې ۸۱ عملیات کړي چې په ترڅ کې يې ۱۲ کسان هم نيولي دي.

په تېرو دوو لسیزو کې تاریاک د طالبانو د اقتصاد او جنګي ماشين د څرخ تر ټولو لویه سرچینه وه.

هلمند د افغانستان يو له هغو ولایتونو دی، چې کروندګر یې څلور فصله تاریاک ټولوي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د دې ډلې مشر هبت الله اخوندزاده په ټول افغانستان کې د دغه بوټي پر کر، توليد، پلور، قاچاق او استعمال بنديز ولګاوه، خو په ډېرو سیمو په خاص ډول سویلي او شمالي ولایتونو کې دغه امر ته څوک غاړه نه ږدي.

پر طالبانو نیوکې دا دي، چې په ځینو جنوبي ولایتونو کې د کوکنار کښت اړولو کې توپیري چلند کوي.

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو ضد دفتر ويلي و، چې په افغانستان کې د تاریاکو بیې په بې ساري ډول لوړې شوې او ستر قاچاقبران ترې ګټه اخلي.

په رپورټ کې ویل شوي، په افغانستان کې د تاریاکو بیې په ۲۰۲۴ کال کې خورا لوړې شوې او د یو کیلوګرام بیه یې ۷۵۰ امریکایي ډالرو ته رسېدلې وه.

دوی وايي، هغه بزګران چې مخکې یې تریاک کرل اوس دوامداره اقتصادي بدیلونو ته اړتیا لري.