امرالله صالح: د طالبانو د بهرنیو استخباراتو مرستیال د خپل «ساتل شوي هلک» له لوري وژل شوی
د مخکیني جمهوري نظام لومړي مرستیال امرالله صالح پر اېکس پاڼه ادعا کړې ده، چې د طالبانو د بهرنیو استخباراتو ریاست مرستیال عبدالرحیم حمزه د خپل «ساتل شوي هلک» له لوري وژل شوی دی.
صالح د (وري ۲۵مه) د دوشنبې په ورځ لیکلي، چې نوموړی د کابل په دشت برچي سیمه کې وژل شوی؛ خو کره نېټه او وخت یې نه دی په ډاګه کړی.
د پرځېدلي جمهوري نظام مرستیال وژل شوي کس ته منسوب انځورونه هم خپاره کړي، چې یو جسد پکې په وینو لړلی ښکاري.
تر دې مخکې په لغمان او هلمند ولایتونو کې هم د «ښایسته هلکانو» د لاسته راوړلو په سر نښتې شوي دي.
تېر کال (د سلواغې ۲۲مه نېټه) د مهترلام ښار اړوند یونس څلورلاري کې ځايي طالبانو دوه ډلګیو یوه ښایسته هلک پر سر پر یو بل ډزې وکړې، چې دوه تنه پکې ټبیان شول.
همدا راز (د سلواغې په ۱۳مه نېټه) د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې د هم د یوه هلک پر سر د طالبانو دوو سیمهییزو قوماندانانو ترمنځ خپلمنځي شخړه رامنځته شوې وه، چې په پایله کې یې یو طالب وژل شوی و او پنځه نور ټپیان وو.
د طالبانو په منځ کې د «بچه بازۍ یا ښایسته هلکانو» ناوړه دود په تړاو یو شمېر نړۍوالو رسنیو هم راپورونه خپاره کړي او په دې تړاو یې هېښوونکي مسایل راسپړلي دي.
امرالله صالح تر دې دمخه هم د طالبانو د ډلې د بېلابېلو غړو د وژنې خبرونه خپاره کړي دي.
د دغه ډلې د بیا واکمنېدو سره سم په بېلابېلو ولایتونو کې د دوی د وسلهوالو پر ضد هم هدفي وژنې ډېرې شوې دي.
د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د طالب وسلهوالو مرموزې وژنې د داخلي کړکېچ یوه برخه هم یادېږي، چې سیمهییز طالبان پکې یو بل په نښه کوي.
د راپورونو له مخې؛ د پخواني جمهوري نظام تر پرځېدو وروسته په مرموزه توګه د پخوانیو امنیتي سرتېرو د وژنې پېښې هم ډېرې شوې دي او د ناڅرګنده وسلهوالو په نوم دوام لري.
تېره اونۍ د کابل په احمدشاه بابا مېنه کې یوه ناپېژانده وسلهوال په رڼا ورځ د پخواني جمهوري نظام د پوځ سرتېری د خپل زوی او مېرمنې په مخ کې په ډزو وواژه.
د پخوانيو نظامیانو د وژنې په قضیو کې ښکېل کسان نه نیول کېږي او نه یې هم د طالبانو له لوري پلټنې کېږي.
راپورونو تایید کړې، چې په ځینو مرموزو وژنو کې د طالبانو وسلهوال او د دې ډلې استخبارت لاسونه لري.
همدا راز د مقاومت او ازادۍ جبهو په نوم طالب ضد وسلهوالې ډلې هم وخت ناوخت په بېلابېلو ولایتونو کې پر طالبانو د هدفي بریدونو تر څنګ د چاودنو خبرونه ورکوي.