له نیوکو سره سره؛ د جرمني بهرنیو چارو وزیرې د افغانانو د انتقال درې نورې الوتنې تنظیم کړې

د جرمني د بهرنیو چارو وزیره انالینا بیربوک له دې امله تر سختو نیوکو لاندې ده، چې په راتلونکو دریو اونیو کې یې له پاکستان نه جرمني ته د افغانانو د انتقال درې نورې الوتنې تنظیم کړې دي. دغه درې الوتنې د راتلونکې چهارشنبې او د اپریل پر۲۳مه او ۲۹مه ترسره کیږي.

د جرمني د مسیحي‌ دیموکرات ګوند (CDU) سرمنشي کارستن لینه‌مان ویلت ټلویزیون ته په مرکه کې وویل، « کله چې نوی حکومت خپل کار پیل کړي، دا ډول چارټر الوتنې به پای ته ورسېږي او موږ به د الوتنو لوری بدل کړو».

نوموړي ژمنه وکړه، چې د بیربوک د راوستلو د اقداماتو پر ځای به نوی حکومت د هغو کسانو پر شړلو تمرکز وکړي چې د پناه غوښتنې حق نه لري یا مجرمان ګڼل کېږي.

د جرمنی د زاکسن ایالت د کورنیو چارو وزیر ارمین شوستر دغه اقدام «شرمناک او پوره بې‌پروایي» بللې.

شوستر وايي، د بهرنیو چارو وزارت چې مشري یې انالینا بیربوک (زرغون ګوند) کوي، له طالبانو سره هغه کم شمېر او پېچلي دیپلوماتیک کانالونه یوازې ددې لپاره کارولي، چې لسګونه زره کسان جرمني ته راولي.

هغه زیاته کړې، « د یوه سرپرست حکومت سیاسي اخلاق دا ایجابوي چې له ستراتيژیکو او وېشونکو پرېکړو ډډه وشي، په ځانګړي توګه داسې اقدامات چې نوی حکومت یې مخالفت کوي».

د ټي انلاین او نورو جرمني رسنیو د رپوټونو له مخې، د جرمني د بهرنیو چارو وزارت وایي، پلان لري چې د اپرېل پر۱۷مه، ۲۳مه او ۲۹مه نېټه له اسلام اباد نه د افغانانو د لېږدونې درې الوتنې ترسره شي.

وزارت ویلي، « په ټولیزه توګه درې الوتنې پلان شوې دي، راتلونکې چهارشنبه او د اپریل پر۲۳مه او ۲۹مه».

د الوتنو موخه د جرمني د اړوندو ادارو د پخوانیو محلي کارکوونکواو په ځانګړي ډول له ګواښ سره مخ اشخاصو خوندیتوب دی.

پخواني افغان ترجمانان او کارکوونکي چې له جرمني ادارو سره یې کار کړی، د بشري حقونو مدافع وکیلان، د ښځو د حقونو فعالان او نور تر جدي ګواښ لاندې کسان په دې الوتنو کې جرمني ته لیږدول کیږي.

شوستر دا اقدام یو ډول سیاسي بې‌پروايي بولي، خو ملاتړي یې استدلال کوي، چې دا اقدام د انسانیت، اخلاقي مسوولیت او نړیوالو ژمنو برخه ده، چې جرمني ته له خطر سره د مخ افغانانو د ژغورلو فرصت ورکوي.

نوموړی وايي، دا پالیسۍ د هغو هڅو پر ضد دي، چې موخه یې د مجرمو بهرنیانو ایستل دي.

تمه کېږي چې فریدریښ مېرڅ زر د جرمني د صدراعظم په توګه انتخاب شي، خو بیربوک غواړي د هغه له واکمنېدو وړاندې جرمني ته ډېر افغانان را ولیږدوي.

د مسیحي سوسیال اتحادیې مشر مارکوس زودر تېره پنجشنبه وویل، چې د نورو افغانانو د انتقال پرځای باید د دوی [مجرمو کسانو] د شړلو پروسه چټکه شي.