طالبان: د معاملاتو لارښوونې دفترونه دې جایدادونه له پخوانیو ثبت شويو بیو لوړ نه ور کوي
افغانستان ته د کډوالو ستنېدو سره هممهاله د طالبانو عدلیې وزارت د معاملاتو لارښونې دفترونو ته لارښونه کړې چې جایدادونه له پخوانیو ثبت شویو بیو لوړ په کرایه ور نه کړي. دغه وزارت وايي، که دا دفترونه د اصولو خلاف (کمېشن) واخلي نو دوی یې تر قانوني تعقیب لاندې نیسي.
د طالبانو د عدليې وزارت نن دوشنبې د وري ۲۵مه د یوې خبرپاڼې خپرولو سره لیکلي چې په وروستیو ورځو کې یې د معاملاتو لارښوونې دفترونو د زیاتو پیسو اخیستلو او د جایدادونو د مالکانو لخوا د کورونو د کرایې لوړولو شکایتونو ترلاسه کړي.
دغه وزارت زیاتوي چې د معاملاتو لارښونې دفترونه هېواد ته د کډوالو د راستنېدو له بهیر ناوړه ګټه اخلي.
طالبان وايي داسې شکایتونه ترلاسه کړي چې د جایدادونو مالکین پر خپلو اوسنیو کرايه نیونکو په بې ساري ډول د کورونو کرايې لوړې کړې چې دا کار هم له اوسني وضعیت او د خلکو له مجبوریتونو ناوړه ګټه اخیستل دي.
دوی همدراز وايي چې د همدغو مواردو له امله، د معاملاتو لارښوونې له ټولو دفترونو او د جایدادونو له مالکینو یې غوښتي چې ستنېدونکو ته په لوړه بیه د کورونو په کرایې ورکولو او د اصولو خلاف له کمېشن اخیستلو ډډه وکړي.
طالبانو وايي که د جایدادونو مالکین پر خپلو اوسنیو کرايه نیونکو د کور کرايه زیاته کړي، کرايه نیونکي کولای شي د طالبانو عدليې وزارت ته شکایت وکړي ترڅو دغه وزارت د امنیتي ادارو په همکارۍ د یادو جایدادونو مالکین تر قانوني تعقیب لاندې ونیسي.