د پنجاب پولیس: له دغه ایالته تر ۹زره ډېر افغانان په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړل شوي
د پاکستان پنجاب ایالت پولیسو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دغه ایالت کې د بې اسناده افغان کډوالو د جبري ستنېدو لړۍ په چټکۍ سره روانه ده او تر دې مهاله یې ۹۸۰۹ بې اسناده کډوال افغانستان ته ستانه کړي دي.
د پنجاب د پولیسو مشر عثمان انور ویلي، د بې اسناده کډوالو د ستنولو لړۍ په ترڅ کې د دغه ایالت په ګڼو سیمو کې د عملیاتو پر مهال ۱۰۳۵۷ بې اسناده افغان کډوال نیولي او د لېږد مرکزونو ته یې سپارلي دي.
هغه زیاته کړې:« موږ لا له وړاندې د بې اسناده افغان کډوالو د لېږد په مرکزونو کې ۵۴۸ تنه نیول شوي کډوال لرو، چې ډیر ژر به افغانستان ته واستول شي.»
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه ایالت کې د افغان کډوالو د ستنولو بهیر چټکتیا لپاره ۴۶ د لېږد مرکزونه جوړ شوي؛ تر څو نیول شوي افغان کډوال په کې د لنډې مودې لپاره وساتل شي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د بې اسناده کډوالو د پېژندګلوۍ لپاره د سپېشل برانچ، سي ټي ډي، امنيتي ادارو او استخباراتو ګډ کمېسیون جوړ شوی؛ تر څو افغان کډوال په نښه او خپل هېواد ته ستانه کړي.
بل خوا بیا طالبان وایي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې ۲۵۰۰ کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د کندهار تخته پل ولسوالۍ کې د کډوالو لپاره د انځرګي پنډغالي د چارواکو له حوالې ویلي، چې د راستنو شویو کډوالو سره نغدي مرستې شوې او د لا ډیرو مرستو لپاره مرستندویه بنسټونو ته ورپېژندل شوي دي.
له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو په دویم پړاو کې چې د اپرېل په لومړۍ نېټه پیل شوی؛ تردې مهاله ۱۶۲۴۲ افغان کډوال له دغه هېواده اېستل شوي، چې ۹۴۳۹ تنه یې په خپله خوښه او ۶۸۰۳ تنه یې په زور اېستل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یو این اېچ سي ار او ای او اېم د معلوماتو له مخې، د مارچ له لومړۍ نیټې د اپریل تر پنځمې پورې شاوخوا ۱۹۳۳۴ افغان کډوال د تورخم، غلام خان، سپین بولدک، بادیني او بهرامچې له لارو افغانستان ته ستانه شوي دي.
د پاکستان حکومت له لوري د افغان کډوالو د اېستلو پروګرام په چټکۍ سره روان دی او هره ورځ سلګونه افغانان بېرته افغانستان ته ستنوي.