د خوړو نړۍوال پروګرام: د امریکا بشري مرستو ځنډېدو اړمن افغانان له جدي ګواښ سره مخ کړي
د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام په يو راپور کې ويلي، چې د امريکا د بشردوستانه مرستو ځنډ د افغانستان د زيانمنو وګړو د خوراکي خونديتوب لپاره ستر ګواښ دی.
دغه اداره زياتوي، چې د لوږې کچه ورځ تر بلې زياتېږي او زيات شمېر هغه کسان چې له پاکستانه بېرته افغانستان ته ستانه شوي؛ بېړنیو بشري مرستو ته سخته اړتیا لري.
پاکستان پرېکړه کړې، چې په دغه هېواد کې سلګونه زره مېشت افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړي او په همدې لړ کې هره ورځ زرګونه کسان په جبري توګه له یاد هېواده اېستل کېږي.
تر دې پخوا هم د بشري حقونو یو شمېر سازمانونو اندېښنه ښوولې، چې د طالبانو په واکمنۍ کې لوږه او د بې روزګارۍ ناورین به د دغو کډوالو په ورتګ سره لا پسې پراخ شي.
د خوړو نړۍوال سازمان وایي، په افغانستان کې نږدې پنځلس مېلیونه کسان د خوړو له کمښت سره مخ دي.
همدا راز درې نیم مېلیونه افغان ماشومان له خوارځواکۍ کړېږي او د لوږې ناورین ورځ تر بلې ډېرېدونکی دی.
دغه سازمان خبر ورکړی، چې دوی یوازې شپږ مېلیونه افغانانو ته د خوړو رسولو وس لري او د بودجې د نشتوالي له کبله نشي کولای چې اته مېلیونه نورو افغانانو ته چې د لوږې ګواښ سره مخ دي مرستې ورسوي.
یاد سازمان همدا راز خبر ورکړی چې د روان ۲۰۲۵ کال تر اګسټ میاشتې پورې د افغانانو سره د بېړنیو مرستو لپاره ۵۵۵ مېلیونه امریکایي ډالرو ته اړتیا لري.
د امریکا د پراختیایي ادارې د مرستو ځنډېدو له کبله د افغانستان روغتیایي سکټور هم له جدي ننګوونو سره مخ دی، چې له کبله یې یو شمېر روغتونونه او روغتیايي پروژې هم تړل شوې دي.