روسیه وايي چې په اوکراین کې یې پر پوځي اهدافو توغندي توغولي
روسیې ویلي چې دوه تاکتیکي اسکندر اېم توغندي یې د یکشنبې په ورځ په سوومي ښار کې د اوکرایني پوځیانو د افسرانو د غونډې پر ځای توغولي. دا په داسې حال کې ده چې اوکراین دغه برید پر ملکي وګړو یو قصدي بریدبللی.
د سوومي ښار سیمهییزو چارواکو ویلي چې د دغه برید د مړو شمېر ۳۵ ته لوړ شوی او ۱۱۷ تنه ټپیان دي.
د روسیې د دفاع وزارت اوکراین تورن کړی چې ملکي وګړي د انساني ډال په توګه کاروي او پوځي مرکزونه او غونډې د ګڼ مېشتو ښارونو په منځ کې تنظیموي.
د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندریي سیبیا ویلي چې د روسیې وروستي بریدونه ښيي چې پوتین د جګړې پای نه، بلکې دوام غواړي. روسیه بیا وايي چې غواړي د جګړې د رېښې لاملونه حل کړي او تلپاتې سوله تامین کړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، د سوومي په غونډه کې د اوکراین د پوځیانو ترڅنګ «لوېدیز شریکان» هم موجود وو، خو د هغوی هویت یا شواهد یې نه دي وړاندې کړي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي دغه برید غندلی او له نړیوالو یې غوښتي چې د روسیې پر وړاندې سخت غبرګون وښيي.
هغه دا برید د شریرو انسانانو کار بللی.
د ولسمشر مشر سلاکار اندریي یرماک ویلي، چې روسیه هڅه کوي تر ممکنه حده ډېر ملکي کسان ووژني. د بهرنیو چارو وزیر سیبیا ویلي، کیېف دا جنګي جرم له خپلو نړیوالو شریکانو او ادارو سره شریک کړی.
د بریتانیا، جرمني او ایټالیا مشرانو برید غندلی.
ولسمشر ټرمپ ویلي: « دا یو وحشتناک عمل و. ما ته ویل شوي چې دا یوه تېروتنه وه»، خو نور وضاحت یې نه دی ورکړی.
د روسیې د ولسمشر ویاند دیمیتري پیسکوف د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا دا برید یوه تېروتنه وه، وویل: « موږ د جګړې د جریان په اړه تبصره نه کوو، دا د دفاع وزارت کار دی. موږ یوازې دا ویلی شو چې زموږ پوځ یوازې نظامي اهداف په نښه کوي».
د ملګرو ملتونو څارونکو ویلي، چې د جګړې په دریو کلونو کې لږ تر لږه ۱۲،۶۵۴ ملکي اوکراینیان وژل شوي او ۲۹،۳۹۲ ټپیان شوي دي.
د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون ویلي چې د اوربند د بیړني تطبیق اړتیا ده او د پولنډ د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې پوتین د ټرمپ د نیتونو سپکاوی کوي.