پاکستان له طالبانو سره په لوړه کچه دوه اړخیزې خبرې بیا پیلوي
د پاکستان د مشرانوجرګې د بهرنیو اړیکو دایمي کمیټې رییس عرفان صدیقي ویلي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې په تدریج سره بېرته ښې کېږي. نوموړی وايي، چې له طالبانو سره په لوړه کچه خبرې بیا پیلیږي.
د پاکستان د مشرانو جرګې د رپوټ له مخې، د دوشنبې په ورځ د تړلو دروازو تر شا په دې ناسته کې له افغانستان سره د پاکستان د دیپلوماتیکو هڅو وضعیت وارزول شو او د افغانستان لپاره د اسلام اباد ځانګړي استازي محمد صادق کمېټې ته معلومات ورکړل او د غړو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.
محمد صادق ویلي، چې له طالبانو سره یې فعال تماسونه دوام لري او د راتلونکې لپاره د اړیکو د ښه والي هیله شته.
د پاکستان د مشرانوجرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې رییس عرفان صدیقي د کمیټې له غونډې وروسته رسنیو ته په خبرو کې وویل، چې « د افغانستان لپاره ځانګړي استازي صادق خان کمیټې ته د دواړو هېوادونو د تازه اړیکو په اړه معلومات ورکړل ».
د پاکستان د دنیا ټلویزیون د رپوټ له مخې، محمد صادق ویلي چې د لوړې کچې لیدنې په جریان کې دي، چې موخه یې دوه اړخیزې خبرې اترې بیا پیل کول دي.
هغه زیاته کړې چې پاکستان د تحریک طالبان پاکستان د ملاتړ موضوع په کلکه له طالبانو سره شریکه کړې او اوس طالبان د پاکستان د اندېښنو په اړه د درک مرحلې ته نږدې شوي دي.
نوموړي همداراز ویلي چې ډېر ژر به د افغانستان په اړه یوه بله ناسته هم وشي.