د امریکا او ایران تر منځ د خبرو اترو دویم پړاو به د شنبې په ورځ په روم کې ترسره شي
اکسیوس د دوو باخبرو سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې د امریکا او ایران تر منځ د خبرو اترو دویم پړاو به د شنبې په ورځ په روم کې ترسره شي.
یوې سرچینې په عمان کې د امریکا د ولسمشر د ځانګړي استازي سټیو ویټکاف او د ایران د بهرنیو چارو د وزیر عباس عراقچي ترمنځ خبرې اترې مهمې، جدي او غوره وبللې.
یوې بلې سرچینې بیا وویل، ایران باید د اټومي وسلو له ترلاسه کولو ځان وساتي.
نوموړي زیاته کړه، چې له دغو ګامونو څخه یو هم د ایران د ۶۰ سلنې غني شوي یورانیمو د زېرمو کمول دي.
د وال سټریټ ژورنال خبریال لارنس نارمن مخکې راپور ورکړی و، چې د خبرو بل پړاو به احتمالا په ویانا کې ترسره شي، مګر دا خبر تر اوسه کره نه دی.
د اکسیوس راپور وايي، چې د ټرمپ اداره په عمان کې د خبرو اترو له لومړي پړاو څخه راضي و، ځکه چې دوی د پلان سره سم پرمخ تللي او خپل هدف یې له غیر مستقیم منځګړیتوب څخه مستقیمو خبرو ته اړولی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې ایراني چارواکو تر دې وړاندې د یوې نوې هوکړې په چوکاټ کې د امریکا د بندیزونو د ژر تر ژره لغوه کېدو غوښتنه کړې وه.
یاد چارواکي غواړي، چې خپلو بندو میلیاردونو ډالرو شتمنیو ته لاسرسی پیدا کړي او همداراز امریکا پر هغو چینايي شرکتونو هم فشار پای ته ورسوي، چې د ایران نفت پېرې.