احمد مسعود: له طالبانو سره د مبارزې لپاره د ولس اراده ډېره شوې
د مقاومت په نوم د طالبانو د مخالفې جبهې مشر احمد مسعود وايي، چې له دغې ډلې سره د مبارزې لپاره د افغانانو اراده او غوښتنه ډېره شوې ده. نوموړي زیاته کړې، چې له طالبانو سره د مبارزې لپاره د ولس د همکارۍ ډېر پیغامونه ورته رسېږي.
هغه د دوشنبې په ورځ (د وري ۲۵مه) په سالنګ کې د ازادۍ جبهې د غړو د وژنې د دویمې کلیزې په مناسبت په مراسمو کې ټینګار کړی: «هېڅ رژیم د ولس له ملاتړ پرته دوام نهشي کولای او بدلون او تحول به راځي.»
د مقاومت په نوم د طالبانو د دغې مخالفې جبهې مشر زیاته کړې :«زه داسې ورځ وینم چې موږ د خپل ولس تر څنګ ازادي، عدالت او ولسواکي ولمانځو.»
احمد مسعود طالبان پر «ظلم او وحشت» تورن کړي او د دغې ډلې پر ضد د مخالفو خوځښتونو د يووالي پر اړتیا ټینګار کړی دی.
مسعود د خپلو خبرو په یوه برخه کې وويل: «ساعت د طالبانو، خو وخت د افغان ولس په لاس کې دی.»
مسعود دغه راز خبرداری ورکړی، چې هېڅ رژیم د ولس له ملاتړ پرته دوام نهشي کولای او سيمهييزې او نړۍوالې تکتيکي او جيوپوليټيکي سيالۍ نهشي کولای د طالبانو رژيم وساتي.
د مقاومت جبهې مشر چې دمګړۍ په خپله له هېواده بهر ژوند کوي، د طالبانو له مخالفو خوځښتونو څخه غوښتنه کړې څو «د قوم، جغرافیې او ولایت» په نوم د طالبانو دسیسې ونهمني.
د یادونې ده، چې د ازادۍ جبهې نن (دوشنبه) د احمد مسعود، یونس قانوني او یو شمېر سیاسي مشرانو په ګډون انلاین غونډه ترسره کړې ده.
دا غونډه د ۱۴۰۲ کال په سالنګ کې د طالبانو د برید په ترڅ کې کې د اکمل امیر په ګډون د نوموړې جبهې د اوو غړو د وژلکېدو کلیزې په مناسبت جوړ شوې ده.