اسلامي حزب: له عادلانه محکمې پرته هېڅوک حق نه‌لري چې د چا کور او شخصي وسایل مصادره کړي

په داسې حال کې چې د طالبانو عدلیې وزارت په کندوز کې د اسلامي حزب د دفترونو بندېدو او د املاکو د مصادرې حکم ورکړی، خو د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ دغه ګوند په یوه بیان کې دا موضوع رد کړې ده. خو د حکمتیار زوی حبیب‌الرحمان حکمتیار د اسلامي حزب د دفترونو د تړلو موضوع تایید کړې.

د نوموړي ګوند اړوند شهادت ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ (د وري ۲۵مه) لیکلي، د محکمې له حکم پرته هېڅوک حق نه‌لري، چې د چا کور او شخصي وسایل مصادره کړي او د طالبانو رژیم ته په اشارې یې ټينګار کړی، چې د یو شخص کور یا دفتر ته ننوتل او د هغه مالکیت ضبطول یوازې د قانوني حکم او د څښتن د رضایت په صورت کې ممکن دی.

د طالبانو د عدلیې وزارت په مکتوب کې امر شوی، چې د اسلامي حزب تر نامه لاندې هر دفتر چې فعالیت لري، هغه باید مهر و لاک شي او د دفتر ټول تجهیزات یې د عدلیې ریاست ته وسپارل شي، خو د اسلامي حزب په بیان کې ادعا شوې چې دوی په کندوز ولایت کې هېڅ دفتر نه‌لري.

په بیان کې دا هم راغلي، چې د دې ګوند کوم غړی هم نه دی نیول شوی.

د طالبانو عدلیې وزارت د حزب اسلامي د دفترونو د ضبطولو حکم صادر کړی

شهادت ورځپاڼې دا بیان تر هغه وروسته خپور کړی، چې له دې مخکې د ګلبدین حکمتیار زوی حبیب‌الرحمان حکمتیار هم د خپلې اېکس‌پاڼې له لارې پر طالبانو تور پورې کړ، چې د پخوانیو کمونیستي رژیمونو سیاستونه تکراروي.

حبیب‌الرحمان د طالبانو د عدلیې وزارت له خپاره شوي مکتوب سره لیکلي، طالبان د خپلې نسکورېدا لارې په‌خپله برابروي او وضعیت به داسې حد ته ورسېږي، چې همغه ځانمرګي بریدونه به پر دوی کېږي.

نوموړي زیاته کړې: «دا خلک همغه کار کوي چې کمونستانو کاوه، د خلق ډیموکراتیک ګوند چې پر ډېموکراسۍ یې هېڅ باور نه درلود، ویل چې یا له موږ سره یا زموږ دوښمن. ننني طالب مشران هم دا وایي چې حکومت یوازې د طالب حق دی».

د یادونې ده، چې د طالبانو او اسلامي حزب ترمنځ ناندرۍ ډېرې شوي چې په پایله کې یې د دغه ګوند دفتر، ټلوېزیون، پوهنتون او روغتون وتړل شول او حکمتیار اړ شو، څو د لنډ وخت لپاره په وزیر اکبرخان کې د سراج‌الدین حقاني یوه مېلمستون ته کډه ولېږدوي.