د ۱۹ کلنو کرېکټ ملي لوبډلې هانګ کانګ ته درنه ماتې ورکړه

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرېکټ ملي لوبډلې نړۍوال جام ته د غوراوي پړاو سیالیو کې تر عمان وروسته د هانګ کانګ لوبډلې ته هم ستره ماتې ورکړه. افغان لوبډلې د هانګ کانګ لوبډلې د ۷۰ منډو هدف په ۱۵م اور کې د خپلو دوه لوبغاړو په زیان سره بشپړ کړ او دغه لوبه یې د ۸ ویکټو په توپیر وګټله.

په افغان لوبډله کې خالد احمدزي ۳۰ ناسوځېدلي، فیصل ۱۳ او لوبډلمشر محبوب خان ۲۲ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

د افغان لوبډلې سوکه توپ اچوونکي حفیظ ځدراڼ نن د هانګ کانګ نوولس کلنې لوبډلې پر وړاندې هم غوره توپ اچونه وکړه.

نوموړي نن په ۸.۲ اورونو کې د ۱۶ منډو په بدل کې ۳ویکټې ترلاسه کړې او په روانو سیالیو کې یې د دویم پرلپسې ځل لپاره د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

افغان کرېکټ لوبډلې تر دې وړاندې عمان لوبډلې ته ستره ماتې ورکړې وه.

یاده دې وي، چې افغان ځوانان د راتلونکې چهارشنبې په ورخ د سهار ۸:۱۵ بجې د یادو سیالیو په ترڅ کې د خپلې درېیمې لوبې په موخه د متحده عرب اماراتو لوبډلې پر وړاندې سیالي ترسره کوي.