د افغان چارو لپاره د پاکستان او متحده عربي اماراتو استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازيد متحده عربي امارتو له ځانګړي استازي سیف محمد الکتبي سره نن په اسلام اباد کې لیدلي دي. محمد صادق په خپل اېکسپاڼه کې لیکلي چې دوی د سیمې او په ځانګړې توګه د افغانستان پر امنیتي وضعیت خبرې کړې دي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق نن دوشنبې د اوري ۲۵مه په اېکسپاڼه کې لیکلي چې نوموړي د افغانستان لپاره د متحده عربي امارت له ځانګړي استازي سیف محمد الکتبي سره د سیمې پر مهمو ننګونو نظرونه سره شریک کړي دي.

محمد صادق لیکلي:« د سیمه ییزو ستونزو او په کډه د حل لپاره مو خپلې ژمنې بیا تکرار کړې.»

محمد صادق وايي چې د پاکستان او متحده عرب اماراتو ترمنځ د همکارۍ پیاوړتیا د سیمه ییز ثبات او ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره مهمه ده.

نوموړي د سیمې د سولې او سوکالۍ لپاره د دوامداره ښکیلتیا هیله څرګنده کړې ده.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي ددې لیدنې لپاره نور جزییات نه دي ورکړی.

دا لیدنه په داسې حال کې ترسره کېږي، چې محمد صادق د اوري په ۱۹مه په خپلو څرګندونو کې ویلي و، چې له تېر یوه کال راهیسې په پاکستان کې په ترهګریزو بریدونو کې ۵۰۰ افغان وګړي ښکېل دي او شمېر یې مخ په زیاتېدو دی.

د هغه اشاره هغو افغان طالبانو ته ده، چې د خپلو پخوانیو همکارانو «پاکستاني طالبانو» په لیکو کې د پاکستان د پوځ او امنیتي ځواکونو خلاف جګړو کې برخه اخلي.

پاکستان نه یوازې د ټي ټي پي پر موضوع له طالبانو سره اختلاف لري بلکې د طالبانو او د هندوستان ترمنځ اړیکو باندې هم ناخوښه دی.

افغان طالبان د ټي ټي پي مساله د پاکستان داخلي موضوع بولي.