پر ګوخې دښتې له شخړې وروسته؛ طالبان د خوست په صحراباغ دښته کې خپلو جنګیالیو ته نومرې وېشي
د خوست ولایت د تڼیو د ګوخې پر دښته له طالبانو سره د سیمه ییزې داخیو قبیلې له شخړې وروسته، طالبان اوس په پام کې لري چې خپلو جنګیالیو ته د خوست ښار په شمال ختیز صحراباغ کې ځمکې ووېشي.
په خوست کې محلي سرچینو د یکشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو سیمه ییزې ادارې اوس د ځمکو د وېش دغه پروژه د خوست ښار شمال ختیز صحرا باغ ته تغییر کړې، چې پخوا پکې د امریکا لویې اډې سلیرنو موقعیت درلود.
سرچینه وايي، « د سلیرنو اډې په شمال کې پرته ځمکه اوس طالب جنګیالیو ته د مهاجرینو د نومرو په نوم توزیع کیږي».
خو پر دې ځمکه هم له وړاندې د متون قوم او حکومت تر منځ دعوې او لانجې روانې وې.
سرچینه وايي، چې د خوست د ښارجوړونې ریاست مامورانو ددې دښتې د سکیچ چارې پیل کړې دي.
نږدې میاشت وړاندې د خوست ښارجوړونې ریاست د تڼيو د د داخیو قبیلې اړوند د ګوخې صحرا هغو طالب جنګیالیو ته د نومرو د توزیع په موخه سکیج کوله چې په تېرو شلو کلونو کې په قبایلي سیمو او پاکستان کې اوسېدل، خو د داخیو قبیلې له غبرګون وروسته، چې کامرې او نور اړوند وسایل یې ور مات کړل، یاد ریاست خپل پلان تغییر کړی دی.
د طالبانو د پلان له مخې، هغه طالب جنګیالی چې واده یې کړی وي، د یوې کورنۍ په توګه شمېرل کېږي او پنځه بسوې ځمکه ورکول کېږي.
د دغو جنګیالیو هویت د شمالي وزیرستان په میرانشاه او ټل ولسوالیو کې د طالبانو د مهاجرینو چارو پخواني مسوولین تثبیتوي.
سربېره پر دې، هغه افغان کډوال چې د شوروي اتحاد د یرغل پرمهال د جګړې یا نورو دلایلو له امله کډوال شوي، خو د طالبانو په لیکو کې ثبت شوي، هم د ځمکې او نومرې مستحق بلل شوي دي.