یو ترکي شرکت په پنجشېر کې د برېښنا بند جوړوي

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې یو نړۍوال ترکي شرکت په پنجشېر کې د برېښنا بند جوړوي. په پنجشېر ولایت کې د طالبانو د والي ویاند سیف‌الدین لټون ویلي، چې دغه بند په پریان ولسوالۍ کې جوړېږي.

د هغه په وینا، دمګړۍ د دغې پروژې تخنیکي سروې روانه ده.

هغه زیاته کړې، چې دغه پروژه به شاوخوا ۲۰مېلیونه ډالر لګښت ولري.
ویل کېږي، د دغې پروژې سره به ۱۰مېګا واټه برېښنا تولید شي چې ورسره به په پنجشېر کې د ۱۰زره کورنیو د برېښنا ستونزه حل شي.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دغې ډلې تر ډېره د تېر جمهوري نظام د پاتې پروژې د بشپړېدو چارې پر مخ وړې دي او دغه چاره ځانته د کمپاین په بڼه کاروي.
خو ځیني د چارو کارپوهان وایي، چې دغه پروژې تر دېره په تېر حکومت کې پیل شوې وې چې د امنیتي لاملونو له امله یې چارې ټکنۍ شوې وې.
طالبانو تر دې وړاندې هم له ترکي شرکتونو سره په کاني برخو کې ځیني تړونونه لاسلیک کړي و.
که څه هم د ترکیې په ګډون یوشمېر هېوادونه له طالبانو ډلې سره ښه راشه درشه لري؛ خو لا هم د طالبانو حکومت تر دې دمه کوم هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.