د ۱۹ کلنو کرېکټ لوبډلې عمان ته ماتې ورکړه او سبا له هانګ کانګ سره لوبېږي

د افغانستان نوولس کلنې کم عمره کرېکټ ملي لوبډلې نړۍوال جام ته د غوراوي پړاو په لومړۍ سیالۍ کې د عمان لوبډلې ته ستره ماتې ورکړې.

د نوولس کلنو کم عمره ملي لوبډلو ترمنځ د نړۍوال جام لپاره د غوراوي په دې سیالیو کې دا د افغانستان ۱۹ کلنې کرېکټ لوبډلې لومړۍ بریا ده.

په دې سیالۍ کې افغان لوبغاړو د عمان لوبډلې ته د ۹۱ منډو هدف په ۱۲م اور کې د خپلو دوو لوبغاړو په زیان تر لاسه کړ او دغه لوبه یې د ۸ ویکټو په توپیر په خپله ګټه پای ته ورسوله.

د افغان لوبډلې توپوهونکي د عمان لوبډلې پر وړاندې خالد احمدزي ۴۰ او عزیز خان نیازي ۲۷ منډې جوړې کړې.

په توپ اچونه کې بیا د افغان لوبډلې سوکه توپ اچوونکي حفیظ ځدراڼ نن د عمان نوولس کلنې لوبډلې پر وړاندې په زړه پورې توپ اچونه وکړه.

نوموړي په خپلو ۱۰ اورونو کې یوازې ۱۱ مندې ورکړې او دوه لوبغاړي یې اوټ کړل، چې له امله یې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د نوولس کلونو کم عمره افغان لوبډله به سبا سهار ۸:۱۵ بجې د یادو سیالیو په ترڅ کې د خپلې دویمې لوبې په موخه د هانګ کانګ لوبډلې پر وړاندې سیالي ترسره کړي.