د کډوالو عالي کمېشنرۍ له پاکستان نه ستنېدونکو افغان کډوالو لپاره نوې لارښوونې خپرې کړې
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له پاکستان نه بېرته افغانستان ته د ستنیدونکو افغان کډوالو لپاره ځینې لارښوونې خپرې کړې، چې یاد کډوال د یادو لارښوونو په عملي کولو سره کولای شي له قانوني او مالي مرستو برخمن شي.
په دغو لارښوونو کې ویل شوي، چې د کډوالۍ کارت لرونکي افغان کډوال (POR) چې غواړي په خپله خوښه بېرته افغانستان ته ستانه شي، باید د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ داوطلبانه مرکزونو ته خپل د کډوالۍ کارټونه وسپاري او په خپله خوښه د ستنېدو پروسه بشپړه کړي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په نویو لارښوونو کې ویل شوي، چې په خپله خوښه د ستنېدو دغه فورمه هغه مهم سند دی چې له مخېیې ستنېدونکي افغانان کولی شي د یو این ایچ سي ار د نغدي مرستو له مرکزونو مرسته تر لاسه کړي.
د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ ویلي، چې یاد مرکزونه د خیبر پښتونخوا په نوښار او د بلوچستان د کوټې په بیلیلي کې دي او افغانستان ته له ستنېدو وړاندې باید په یادو مرکزونو کې نوبت واخیستل شي.
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ ویلي، هغه کډوال چې په یادو مرکزونو کې یې نوم لیکنه کړې وي او د بېرته ستنېدو ( VRF) سند ولري د ۲۰۲۵ کال د اپریل له لسمې نیټې څخه هر کس ته یوځل ۹۹۰۰ افغانی نغدې پیسې د بیړنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره ورکول کیږي او ۱۴۰۰ افغانۍ هم د ټرانسپورټ لپاره ورکول کیږي.
د دغه سازمان په لارښوونو کې ویل شوي، چې دغه مرسته د افغانستان د نغدي مرستو مرکزونو (ECS) کې ورکول کېږي او یاد مرکزونه په ننګرهار، کندهار، کابل او هرات کې دي.
یاد سازمان ویلي، چې د هغو غیرثبت شویو کورنیو غړو ته هم چې د بېرته ستنېدو سند VRF سره ستنېږي، د ترانسپورت لپاره همدومره مرسته ورکول کېږي.
برسېره پر دې، بېرته ستنېدونکي سند لرونکي ( VRF) کسان به د روغتیايي خدماتو، واکسین، لنډمهاله استوګنځي، فردي مشورو، د ماینونو د خطر پوهاوي، د ماشومانو لپاره د خوندي ځایونو او نورو مرستو له خدماتو ګټه واخلي.
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ ویلي، چې دغه مرستې بېرته ستنیدونکو افغان کډوالو ته د یادي ادارې او شریکانو له لوري په بادغیس، بغلان، بلخ، بامیان، دایکندي، فراه، هلمند، هرات، جوزجان، کابل، کندهار، کونړ، کندوز، لغمان، لوګر، ننګرهار، پکتیا، خوست، نیمروز او سمنګان کې ورکول کیږي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وايي، هغو افغانانو ته چې د PoR کارت لري خو نه شي کولای وي آر سي ته ورشي یو این ایچ سي آر د نغدي مرستو مرکزونو کې د مستقیمې مرستې زمینه ورته برابره کړې ده او د کارتونو له تایید او د ستنېدني حالت ارزولو وروسته به مرسته ورکول کېږي، خو دغه ارزونه به د تورخم او سپین بولدک په سرحدي مرکزونو کې ترسره کېږي او ثبت به په کابل، جلالاباد یا کندهار کې وشي.
دغې ادارې په خپلو نویو لارښوونو کې ویلي، چې که یو څوک پي او ار کارت لري او افغانستان ته راغلی وي، خو کورنۍ یې لا هم په پاکستان کې پاتې وي هغوی ته مشوره ورکول کېږي چې د خپلې کورنۍ پاتې غړي تشویق کړي، څو د وي آر سي له لارې وي ار ایف تر لاسه کړي او افغانستان ته ستانه شي.
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ وايي، د هغو کسانو ملاتړ ته هم دوام ورکوي چې د پناه غوښتنې سندونه لري او یا یې له پي او ار لرونکو سره غیرثبت شوي غړي دي او یا هم له پاکستان نه شړل شوي یا ستنېدونکي دي.
یادې ادارې دا هم ویلي، چې دغه ډول کډوالو ته به =صفري نقطو ته په تلو راتلو کې د خوړو، ترانسپورت او نورې بشري مرستې برابرېږي، څو هغوی د مرستې مرکزونو ته انتقال شي او له هغه وروسته به د سندونو تایید، د ساتنې ارزونه او بایومتریک ثبت ترسره کېږي.
د منل شویو اسنادو په ډله کې د PoR کارت د پناه غوښتنې سند او د راستنېدو تصدیق شوی سند ( DoRR)او د یو ایچ سي ار د سپارښتنې فورمونه شامل دي.
په یادو کسانو کې هم هرې کورنۍ ته یو ځل ۹۹۰۰افغانۍ مرسته ورکول کېږي او هر کس ته د ترانسپورت لپاره ۱۴سوه افغانۍ ورکول کېږي.
دغه مرسته به د حسابپې په نوم کارت کې ورکول کېږي، چې د بلاکچېن له لارې چارج شوی وي او د ATM کارت پکې کار کوي. په دغو لارښوونو کې ویل شوي، چې دا کارت به وروسته د نورو مرستو لپاره هم فعال پاتې شي.
یو این ایچ سي ار وايي، په خپله خوښه بېرته ستنېدونکو مرکز کارټ لرونکو لپاره د مرستو شرایط نه دي بدل شوي او هغوی کولی شي له پاکستان نه ورکړل شوې په خپله خوښه بېرته ستنېدنې فورمې سره د نغدي مرستې مرکز ته مراجعه وکړي.