ملاهبت الله: که مو سرونه پرې کېږي بیا هم «قصاص» او د شرعي حکمونو پلی کول نه بندوو

د طالبانو مشر ملا هبت الله په فراه، نیمروز او بادغیس کې د بشري حقونو او نړۍوالو سازمانونو هغه څرګندونې غندلي، چې د دغه ډلې دا کړنې یې «ظالمانه» بللې دي. د طالبانو مشر وایي؛ که سر یې هم ځي، د خدای د حکمونو له پلي کېدو نه تېرېږي.

هغه دغه څرګندونې په کندهار د حاجیانو لپاره د ګومارل شویو ښوونکو سره په یوې جوړې شوې غونډه کې کړې دي.

ملا هبت الله د خپلې وینا پر مهال په ټینګار سره یادونه کړې، چې د شرعي حکمونو پلي کېدو پر سر هېڅ ډول معاملې ته چمتو نه دی او د «قصاص» په ګډون به ځیني نور اسلامي حکمونه په ښه شان سره پلي کړي.

نوموړي وویل:« پرون قصاص وشو، تاسو ولیدل چې نړۍ څومره اعتراضونه پر دې قصاص وکړل. ویل خلک یې مړه کړل،‌ ظالمانه دی. وېره خپروي خلکو کې».

د طالبانو مشر وايي، د دوی د اسلامي شریعت د پرېکړو تطبیق اوس وېره او د بشري حقونو خلاف چاره بلل کېږي؛ خو دوی به بیا هم د دغو سزاوو په پلي کېدو کې د چا پروا ونکړي.

هغه زیاته کړې:« د شریعت حکم دا دی، چې د خدای حدود جاري کړ. حج به کوو، لمونځ به کوو او الله پاک د قصاص حکم کړی او پرې عمل کوو».

د طالبانو مشر داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې د بشري حقونو یو شمېر سازمانونو په ځانګړې توګه د بښنې نړۍوال سازمان په بادغیس او نیمرزو ولایتونو کې د دغه ډلې د «قصاص» وروستۍ علني سزاوې ظالمانه وبللې او غوښتنه یې وکړه، چې باید ژر تر ژره یې ودروي.

ملاهبت الله نړۍوالو ته په اشارې سره وویل:« کافران نه غواړي، چې د الله تعالی حکم پر ځمکه تطبیق شي. هرې زمانه کې فرعونیان موجود دي. په نن زمانه کې هم فرعونیان غواړي، چې په بنده ګانو د دوی حکمونه تطبیق شي».

د طالبانو مشر په څنګ زنې توګه هغه مسلو ته هم اشاره کړې، چې ګوندې که طالبان خپل بندیزونه او سختدریځې پرېکړې بندې کړي؛ نو نړۍ ورسره ممکن تعامل وکړي.

د هغه په وینا:« موږ د پیسو په مقابل کې په نړۍوالو خپله عقیده نه خرڅوو. موږ په دې خوښ یو، چې سرونه مو پرې شي؛ خو په دې نه یو خوښ، چې د خدای حکم راڅخه پاتې شي».

د طالبانو د مشر د دغه ډول څرګندونو خلاف د طالبانو دننه هم ژور اختلافات شته.

یو شمېر طالبان نیوکه کوي، چې د دوی مشر له نړۍ سره د تعامل لپاره هېڅ ډول تابیا نه لري او یوازې پر خپلې سختدریځې دیني مفکورې کلک ولاړ دی.

بل خوا د چارو کارپوهان هم بارو لري، چې د طالبانو مشر له نړۍ سره د تعامل ژبه او چلند نه لري.

ملاهبت الله په وار، وار په خپله وینا کې ټینګار وکړ، چې د هر ډول مادي امکاناتو په بدل کې له خپلې دیني عقیدې نشي تېرېدلی؛ ځکه هغه له ماشومتوبه له همدې عقیدې سره رالوی شوی دی.

هغه همدا راز زیاته کړې، چې پخوا ملایانو یوازې د فتوا ورکولو دنده لرله؛ خو اوس د دوی د نظام په تینګښت سره یې مسوولیتونه لا ډېر شوي دي.

نوموړي ویلي، اوس د ملایانو خبرې فتواوې نه؛ بلکې حکمونه دي او باید خپل حکمونه پر خلکو‌ په زوره عملي کړي.

ملاهبت الله وویل:« پخوا ملایانو فتوا ورکوله، اوس یې خبرې حکم دی. که څوک یې نه مني په زور او جبر به پر پرې خپل حکمونه منو. که مو پرې ونه منل غاړه به مو بنده شي. پخوا مفتیان وئ، اوس قاضیان او امران یاست».

د طالبانو د مشر د وینا په ترڅ کې د ژړا ګانو او د تکبیر غږونه هم اورېدل کېدل.

د ناستې له منځه یوه کس غږ کړ، چې ان ملایان اوس هم چمتو دي د ده په امر ځانمرګي بریدونه وکړي.

د دغه ناپېژانده غږ لرونکي کس ملا هبت الله ته زیاته کړه، چې د نړۍ هېڅ ډول فشار ته باید تسلیم نشي.

د طالبانو مشر له ښوونکو څخه وغوښتل، چې د حج د مراسمو پر مهال باید افغانان د خپل مذهب پاللو ته متوجې کړي او پرېنږدي چې د نورو مذهبونو تر سیوري یا اغېزو لاندې راشي.

هغه سپارښتنه وکړه، چې باید د حج له مراسمو بهر هم خلک د طالبانو د نظام ملاتړ ته وهڅوي.

نوموړي دغه ښوونکو ته ډاډ ورکړ، چې له حج څخه د بېرته راستنېدو پر مهال به یې د «اسلامي نظام» د لا ټینګښت لپاره په نورو دندو هم وګوماري.

ملاهبت الله د خپلو خبرو په پای کې ټینګار وکړ، چې د ده ملاتړ له اسلامي شریعت څخه ملاتړ دی.

نوموړي دا هم وویل، چې کندهار ته له ده سره د لیدو په نیت راتلونکي خلک قوي روحیه ترلاسه کوي او دی چې وګوري روحیه یې لا پیاوړې کېږي.

د طالبانو پر مشر نیوکه ده، چې د خپل سختدریځي فکر او شخصي طبعیت مسایل هم د اسلامي شریعت پورې تړي او د نړۍ یو شمېر مشهورو دیني‌ عالمانو یې بېلابېلې پرېکړې هم غندلې دي.

د ملا هبت الله له لور‌ي د نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر کار بندیزونه هم د اسلامي هېوادونو تر څنګ د نړۍ بېلابېلو هېوادونو غندلي دي.

د طالبانو یو شمېر لوړ پوړو غړو په وار، وار رسنیزو ویناوو کې ملاهبت الله تورن کړی، چې پر افغانانو یې د خپلې شخصي سختدریخې مفکورې له مخې بندیزونه لګولي او له «اسلامي شریعت» سره هېڅ ډول تړاو نه لري.

د طالبانو مشر هغه کسان چې د ده د پرېکړو پر ضد یې دریځ نیولی زنداني کړي، شکنجه کړي او ان وژلي هم دي.

ملا هبت الله یوازې تر کندهاره محدود پاتې دی او په کابل کې یې ان لا د ارګ دننه د افغانستان د واکمن په توګه خپله څوکۍ هم نه ده لیدلې.

هغه د بشري حقونو څخه د سرغړونې، د ښځو ضد فرمانونو، د بیان ازدۍ خلاف دریځ او ورته نورو فرمانونو له کبله تر سختو بندیزونو لاندې دی.

له بل پلوه د جرمونو نړۍوالې محکمې ته عریضه شوې، چې ملاهبت الله دې د نجونو او بشري حقونو ضد فرمانونو له کبله ونیول شي.

د ملاهبت الله د نهې عن المنکر قانون هم د ملګرو ملتونو له لوري‌ د بشري حقونو ضد چاره بلل شوې، چې او ویل شوي چې افغانان یې د ژوند له سختو کړکېچونو او کړاوونو سره مخ کړي‌ دي.