په ننګرهار، لغمان او کونړ کې طالبانو د اسلامي ثقافت او شرعیاتو پوهنځي ۶ استادان منفک کړل
افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي مکتوب پر بنسټ، طالبانو د ننګرهار سید جمال الدین افغاني او د لغمان تحصیلي بنسټونو د اسلامي او شرعیاتو پوهنځي اړوند څانګو ۶ تنه علمي کادرونه له کادري بستونو منفک کړي دي. په مکتوب کې لیکل شوي چې یاد استادان له ارزونې وروسته منفک شوي دي.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د ۱۴۰۴ کال د وري ۱۶ مه د ننګرهار پوهنتون ریاست ته یو مکتوب لېږلی دی.
په مکتوب کې لیکل شوي، چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت مقام د رهبرۍ له خوا ټاکل شوې کمېټې د ننګرهار سید جمال الدین افغاني او د لغمان تحصیلي بنسټونو د اسلامي ثقافت او شرعیاتو پوهنځي اړوند څانګو یو شمېر علمي کادرونه ارزولي دي.
طالبانو په مکتوب کې لیکلي چې د ارزونې په پایله کې یې ۶ تنه علمي کادرونه له کادري بستونو منفک کړي دي.
دا ارزونه د طالبانو د عبدالله بن مسعود جامعې له خوا شوې ده او هغوی د لوړو زده کړو وزارت نه غوښتي چې یاد استادان منفک کړي، او وزارت هم د طالبانو د لوړو زده کړو مقام په منظورۍ دا غوښتنه منلې او پلي کړې ده.
په دغو استادانو کې یو د ننګرهار پوهنتون، څلور د لغمان پوهنتون او یو تن د کونړ سید جمال الدین افغاني پوهنتون دي.
طالبانو په ګڼ شمېر ولایتونو کې د شرعیاتو او اسلامي ثقافت استادان منفک کړي دی.
طالبانو تېرکال د لیندۍ په میاشت کې د سلفیانو په نامه له کونړ او کابل پولي تخنیک پوهنتونونو ۱۶ استادان منفک کړي وو.
له دې وړاندې د طالبانو تر کنټرول لاندې د لوړو زده کړو وزارت یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي و، چې د وزارت د رهبرۍ په کچه تصمیم نیول شوی چې له پوهنتونونو وهابي استادان منفک او پر ځای یې نوي د طالبي فکر استادان وګوماري.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته له هېواد څخه سلګونه استادان وتلي، چې دې مسالې د هېواد تحصیلي او روزنیز بهیر ډېر اغېزمن کړی دی.