ډیوډ بارنو: افغانستان کې د ماتې یو لوی لامل له ترهګرو ډلو څخه د پاکستان ملاتړ و
په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو پخوانی قوماندان ډیوډ بارنو وایي، چې د افغانستان پر وړاندې د امریکا دوامداره بدلېدونکي سیاستونه او له ترهګرو ډلو څخه د پاکستان ملاتړ په دغه هېواد کې د ماتې له اصلي لاملونو څخه دي.
ډیوډ بارنو چې د افغانستان د جګړې د بیا کتنې کمیسیون ته یې خپله وینا کوله زیاته کړه، چې په افغانستان د شل کلنې جګړې پر مهال د امریکا د سیاسي او نظامي مشرانو دوامداره بدلون هم د دې لامل شو چې د امریکا کړنې په دغه هېواد کې ټکنۍ او بې ثباته شي.
هغه وویل، « له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې په افغانستان کې د امریکا چارې ۱۵ نظامي قومندانانو او ۱۲ سفیرانو او ځانګړو استازو پر مخ وړي، چې هیڅ یوه پروژه یا چاره د دومره دوامداره بدلونونو سره بریالۍ نه شو بللی.
د قوماندان ډیوډ بارنو په وینا، دښمن له افغانستان څخه د باندې خوندي پټنځایونه لرل، چې د فشار په صورت کې به طالبانو او القاعدې ډلې هلته پناه وړله، تر څو بیا ځلې خپل ځان سمبال کړي.
ډیوډ بارنو وویل: «په ظاهر کې پاکستان د دغو ډلو پر وړاندې د امریکا د عملیاتو ملاتړ کاوه، خو په عمل کې یې د طالبانو مشرانو او نورو غړو ته اجازه وکړې وه، ترڅو د دغه هېواد په ښارونو او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې ژوند او فعالیت وکړي.»
هغه زیاته کړه، چې د پاکستان دغې چارې طالبانو ته دا فرصت په لاس ورکاوه ترڅو د امریکایي ځواکونو له عملیاتو وتښتي او په مناسب وخت کې بیا حمله وکړي، په داسې یوه جګړه کې بریالي کېدل ریښتوني نه دي.