ډان ورځپانه: لوېدیځو هېوادونو پاکستان کې له مېشتو افغان متحدینو مخ اړولی

د پاکستان ډان ورځپاڼې په خپله تازه سرمقاله کې د لوېدیځو هېوادونو پر هغه چلند سختې نیوکې کړې، چې په پاکستان کې یې د خپلو افغان متحدینو د لېږد بهیرونه ځنډولي‌ او له ژمنو سره سره ورته چندان پاملرنه نه کوي.

دغه ورځپاڼه لیکي، هغه هېوادونه چې افغانستان ته یې د ډېموکراسۍ، امنیت او پرمختګ ژمنې کړې وې، نه یوازې دا هېواد یې د اوږدې جګړې له کبله ویجاړ کړ، بلکې اوس یې له خپلو افغان متحدینو هم مخ اړولی دی.

مقاله وايي، زرګونه افغانان چې له غربي ادارو او حکومتونو سره یې کار کړی او هغوی ورته د پناه ژمنې ورکړې وې، دا څو کاله کېږي چې په پاکستان کې په ډېر خراب حالت کې ژوند کوي.

دغو کسانو ته ویل شوي وو، چې ژر به نورو امنو لوېدیځو هېوادونو ته ولیږدول شي، خو لا هم د انتظار په کړاونو کې دي.

ورځپاڼه زیاتوي: «دغه افغانان که بېرته افغانستان ته ستانه شي، نو د خپل ژوند او ازادۍ له ستر ګواښ سره مخ کېږي، ځکه هلته د لوېدیځو هېوادونو همکاران خاینان بلل کېږي او ژوند یې خوندي نه ‌دی.»

ډان لیکلي، هغه هېوادونه چې افغانانو ته یې د پناه ژمنې ورکړې وې، نه یوازې دا چې په بېړنۍ توګه یې اقدام ونه کړ بلکې د دغه ډول ځنډ له کبله یې یو خطرناک پېغام هم ورکړ او دا یې څرګنده کړه «که تاسې د لوېدیځ تر شاه ودرېږئ بیا هم ستاسې برخلیک هېریدونکی دی.»

په مقاله کې دا هم راغلي، چې ډېری هغه افغانان چې له لوېدیځو هېوادونو سره یې د ژباړونکو، خبریالانو، مدني فعالانو او یا نورو برخو کې کار کړی، د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته له افغانستان څخه وتلي او اوس یې ژوند له سختو ستونزو سره مخ دی.

مقاله کې پر پاکستاني حکومت هم نیوکه شوې او لیکلي یې دي چې اسلام‌اباد د افغان کډوالو پر وړاندې یو سخت او بې ‌رحمانه چلند پیل کړی دی.

دا مهال لسګونه زره افغانان د بېرته ایستلو له وېرې سره ژوند کوي او نه پوهېږي چې برخلیک به یې څه وي.

ډان کاږي: «لوېدیځ هېوادونه باید یوازې ننداره ونه کړي. دا افغان متحدین باید له دې اوږده انتظار او کړاوونو راوباسي او ژر تر ژره یې د بیا مېشتېدو لپاره عملي ګامونه واخلي.»

ورځپاڼې په پای کې ټینګار کړی، چې افغانان باید د کډوالۍ سیاستونو د لوبو وسیله نه شي. دوی حق لري چې په خوندي چاپېریال کې ژوند وکړي، خپلې راتلونکې ته هیلې ولري او له سره ژوند پیل کړي. هغه هېوادونه چې ژمنې یې کړې، باید ژر اقدام وکړي.