د حنفي خبرو ته د هربنس سینګ غبرګون: الله رب العالمین دی نه رب المسلمین

په برېتانیا کې د افغان سیکانو استازي هربنس سنګ د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر وزیر محمدخالد حنفي د سیکانو پر ضد خبرې غندلي او ویلي دي چې الله رب العالمین دی نه رب المسلمین.

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر وزیر محمدخالد حنفي په کابل کې د دغې ډلې یوې غونډې ته د وینا پرمهال ویلي وو، چې د عیسویانو، مشرکانو او کافرانو په ګډون هندوان او سېکان د چهارپا (ځناور) په شان دي.

هربنس سنګ افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې د خالد حنفي په خبرو خواشیني وښوده او وې ویل: «تاسو پوهیږئ چې موږ پنځه زره کاله مخې په افغانستان کې ژوند کاوه او پنځه زره کاله وړاندې په افغانستان کې بودایي او زردشتي دین وو، ولې اسلام دین چې دنیا ته راغلی ۱۴۴۶ کاله وشول او زموږ تاریخ پنځه زره کاله مخکینی دی، الله رب العالمین دی، چرته چې موږ کومو مراسمو یا فاتحو کې ګډون کوو نو په اخیر کې اورو، وایي رب العالمین، په هغې کې نه وایي چې رب المسلمین.»

نوموړي وویل، چې حنفي ممکن قران نه وي لوستی ځکه یې د مذاهبو په اړه دا ډول خبرې کړي.

نوموړی زیاتوي: «انسان یو انسان دی او کله چې دنیا ته راغلی هم یو انسان راغلی او انسان پیدا شوی، وروسته مذهبونه رامنځته شوي، هېڅ څوک حق نه لري چې مذهبونو ته توهین وکړي، په ځانګړي توګه هغه قومونه چې په اقلیت کې وي، خو دا خبرې چې حفني کړي موږ یې خوابدي کړي یوو، تمه مو لرله چې هېواد به مو جوړ شي، ځکه موږ افغانان یوو او په خپل افغانیت ویاړو، دوی موږ مجبوروي چې وطن پرېږدو.»

د سیکانو دغه استازي د یوې پوښتنې په ځواب کې چې په افغانستان کې پاتې سیکان د طالبانو په حکومت کې د کوم ډول حالت سره مخ دي وویل: «ټول طالبان یو ډول نه دي، ځينې طالبان داسې هم شته چې موږ سره همکاري کوي او خواخوږي راسره لري خو د حفني خبرو موږ خوابدي کړي یوو او زړونه مو په دې خبرو مات شوي دي.»

نوموړي وویل چې په راتلونکو دوه ورځو کې سیکان د ویساک لمانځنه کوي او د طالب چارواکو دغه ډول بې باکه غږېدل موږ ته اندېښنې راولاړوي.

په هغه غږیز کلېپ کې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډیو ټلوېزیون د چهارشنبې په ورځ (د وري ۲۰مه) خپور کړی، حنفي طالب چارواکو ته په خطاب کې زیاته کړې، چې د بیت‌المال په کارونه کې احتیاط وکړي.

نوموړی وايي: «ماموریت کافران هم ترسره کوي، ماموریت مشرکان هم ترسره کوي، ماموریت یهودان هم ترسره کوي، ماموریت عیسویان هم ترسره کوي، ماموریت هندوان او سېکان هم ترسره کوي؛ خو هغوی د چهارپا (ځناور) په شان دي. هغوی د قران او شریعت خلاف نظر لري.»

همداراز، د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر وزیر، محمد خالد حنفي د دغې ډلې تر کنټرول لاندې دولتي کارکوونکو ته سپارښتنه کړې، چې خپل فکرونه د طالبانو له شریعت سره سم برابر کړي.

حنفي دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېرکال په خپل راپور کې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغاستان کې د سېکانو او هندوانو په ګډون د مذهبي اقلیتونو ناوړه وضعیت د اندېښنې وړ بللی و.