طالبان د بشري حقونو ملاتړو ادارو ته: هیڅ لوری زموږ په دین او قضا کې د لاسوهنې حق نه لري
د طالبانو ستره محکمه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دا دریڅ Lنامنصفانه او حیرانوونکیK بولي، چې قصاص یې د انساني کرامت خلاف چاره بللې وه. طالبان وايي، قصاص «د ولس غوښتنه ده او کوم بهرنی لوری د دوی دین او قضا کې د مداخلې حق نه لري.»
طالبانو پرون ۴ کسان اعدام کړل، چې له امله یې د ملګرو ملتونو او بښنې نړیوال سازمان په ګډون مختلفو ادارو بیا له دې ډلې د ورته سزا د بندېدو غوښتنه وکړه.
دوی له طالبانو وغوښتل چې اعدام او نورې بدني سزاوې بندې کړي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر د طالبانو د دغو څلورو کسانو د اعدامولو په غبرګون کې ویلي، «د مرګ سزا په بنسټیز ډول د بشري حقونو پر ضد تر ټولو سخت عمل دی او د طالبانو دا ډول کړنې د جرم په مخنیوي کې هم اغېز نه لري.»
دغه دفتر په خپله ایکس پاڼه په یوه یادښت کې لیکلي، «دا ډول سزاګانې د انساني کرامت تر پښو لاندې کېدل دي او له خلکو د ژوند حق اخلي، او په افغانستان کې د طالبانو له خوا د دغو کسانو په اعدامولو خواشینی شوی دی.»
خو د ملي رادیو تلوېزون د خبر له مخې، د طالبانو سترې محکمې د ملګرو ملتونو د بشر حقونو څانګې وروستۍ څرګندونې «یو غیرمنصفانه او حیرانوونکی دریځ بللی دی.»
دې محکمې ویلي، چې دا حکم «د وارثینو د حق اعادې، د ټولنې اصلاح، د عدالت پلیکېدو او د جرمونو د مخنیوي لپاره اجرا شوی دی.»
ملي رادیو تلوېزون د دې ادارې د اعلامیې له مخې لیکي، چې «د دغه ډول احکامو تطبیق د دین، شرعي نظام او زموږ د ولس غوښتنه ده او هیڅ بهرنی لوری زموږ په دین او قضاء کې د مداخلې حق نه لري.»
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو پر اداره سربېره د بښنې نړیوال سازمان، یوناما او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي رپورټر هم پرونیو اعدامونو ته غبرګون ښودلی او د بندېدو غوښتنه یې کړې ده.
خو طالبانو نن هم په خوست او جوزجان کې د پنځو ښځو په ګډون ۱۳ کسان د مختلفو تورونو له امله د خلکو په مخ کې په دورو وهلي او په بند محکوم کړي دي.