پنټاګون بګرام هوایي اډې ته د امریکایي الوتکې د الوتنې راپورونه رد کړل
د پنټاګون یوه چارواکي بګرام هوایي اډې ته د امریکایي الوتکې د ورتلو راپورونه رد کړي، وايي امریکا په بګرام کې پوځي حضور نه لري. په دې وروستیو کې ځینو رسنیو راپور ورکړی، چې طالبانو د بګرام اډه امریکا ته سپارلې او د دوی پلاوی په C-17 الوتکه کې دغې اډې ته سفر کړی.
د اپریل په ۱۰مه، د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمهوري غوښتونکو ملي کمیټې ته په خپله وینا کې وویل چې د جوبایډن د «احمقانه» کار له امله، بګرام هوایي اډه اوس د چین لهخوا ولکه شوې ده.
ټرمپ وویل: «د بګرام د ساتلو اراده د افغانستان په خاطر نه، بلکې د چین له اټومي تاسیساتو لپاره لرم، ځکه چې له دې اډې څخه یو ساعت لرې دي.»
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تر دې مخکې په بګرام کې د امریکايي ځواکونو د الوتکې د راکښته کېدو راپورونه رد کړي وو او دا یې د ځینو کړیو له ولوري د عامه افکارو د خرابولو لپاره تبلیغات بللي وو.
د بګرام هوايي اډه، چې په افغانستان کې د خپل ډول تر ټولو لویه هوايي اډه ده، د امریکا او ناټو تر وتلو مخکې د امریکا او ناټو د پوځي عملیاتو د مهم ستراتیژیک مرکز په توګه کار کاوه.
دغه اډه چې د امریکايي ځواکونو له ټولو پاتې شویو وسایلو او تاسیساتو سره یوځای له درېیو کلونو راهیسې د طالبانو تر واک لاندې ده.
د طالبانو ویاند په تېره فبرورۍ کې وویل: «افغانستان یو خپلواک هیواد دی او موږ خپله خاوره هېڅ هېواد ته د مداخلې اجازه نه ورکوو. بګرام زموږ د خپلو ځواکونو (طالبانو) په لاس کې دی، نه د چین.»