طالبان وایي، له پاکستان نه د ستنېدونکو افغان کډوالو د «ساري ناروغیو» درملنه کوي

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو مرستیال عبدالولي حقاني تورخم ته د خپل سفر په لړ کې ویلي، چې له پاکستان څخه د ستنېدونکو هغو افغان کډوالو درملنه کوي چې په «ساري ناروغیو» اخته دي.

نوموړي زیاته کړې، چې دغه درملنه په دې موخه کېږي، چې په افغانستان کې د ساري ناروغیو د خپریدو مخه ونیول شي او ستنېدونکي له ښه روغتیايي حالت څخه برخمن شي.

طالبانو خبر ورکړی چې په تورخم کې یې ځانګړي روغتیایي خدمتونه چمتو کړي دي.

په دغه لړ کې ۹ روغتیایي مرکزونه پرانېستل شوي او یو ۲۰ بستریز روغتون هم چمتو شوی، څو په راستنیدونکو کې د بېړنیو ناروغانو درملنه وشي.

هم مهاله د پولیو بېړني مرکز هم ویلي، چې د ګوزڼ ناروغیو د خپریدو د مخنېوي په موخه باید راستنېدونکي افغانان خپل ماشومان د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې واکسین کړي.

د روغتیا نړۍوال سازمان تازه اندېښنه ښودلې چې په افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ پېښې د تېر کال په پرتله څلور برابره ډېر شوي دي او لوی لامل یې له پاکستان څخه ستنیدونکي کډوال بللي دي.

بلخوا اندېښنې دادي، چې په افغانستان کې د روغتیایي خدمتونو کچه تر پخوا را کمه شوې ده.

د راپورونو له مخې یو شمېر مرستندویه سازمانونو د بودجې د نشتوالي له کبله په روغتیایي برخه کې خپلې مرستې کمې کړي او له همدې امله د هېواد روغتیایي سېسټم له ناورین سره مخ دی.

په ډاګه شوې چې د امریکا متحده ایالتونو د پراختیایي مرستو بندیدو د افغانستان پر روغتیایي سېسټم بدې اغېزې کړې دي.

ویره شته چې د روغتیایي خدمتونو د کموالي له کبله به د ساري ناروغیو تر څنګ د بېلابېلو نورو ناروغیو د درملنې په برخه کې جدي ستونزې رامخ ته شي.

نیوکه دا ده چې طالبان هم په کور دننه د روغتیايي ناورین د کنټرول لپاره ځانګړې تګلاره نه لري او له همدې کبله هم دا ناورین مخ په پراخیدو دی.