د کډوالو خوندیتوب پروګرام له لغوه کېدو وروسته له ځینې افغانانو غوښتل شوي چې له امریکا ووځي

د امریکا د کورني امنیت وزارت ځینو افغان کډوالو ته د برېښنالیک له لارې خبر ورکړی، چې تر اوو ورځو یې د لنډ مهالي خوندیتوب پروګرام پای ته رسیږي او له امریکا دې ووځي. وړاندې د دغه وزارت ویاندې ویلي و، د افغانستان او کامرون زرګونو وکړو ته د لنډ مهالي خوندیتوب پروګرام لغوه شوی.

یو شمېر هغه امریکا مېشتي افغان کډوال چې د لنډمهال خوندیتوب پروګرام له لارې دغه هېواد ته داخل شوي، افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، د دغه هېواد د کورني امنیت وزارت له ادرسه د برېښنالیکونو له لارې خبر ورکول شوی چې له امریکا څخه ووځي.

په استول شویو برېښنا لیکونو کې د امریکا د کورني امنیت وزارت کډوالو ته لیکلي، چې د لنډ مهالي خوندیتوب (ټي پي اېس) پروګرام د دې خبرتیا له نیټې ۷ ورځې وروسته پای ته رسېږي.

په دغه برېښنالیک کې له کډوالو غوښتنه شوي، چې ژر تر ژره له امریکا ووځي او د نه وتلو په صورت کې به له قانوني برخورد سره مخ او په زور به و ایستل شي.

د امریکا د کورني امنیت په برېښنالیک کې ویل شوي، چې تر راتلونکو اوو ورځو به یې د کار اجازه لیک هم لغوه شي.

همدارنګه کډوالو ته ویل شوي، چې له امریکا د وتلو راپور دې د دغه هېواد د کورني امنیت وزارت سره شریک کړل شي.

د لنډمهالي خوند‌یتوب (Temporary Protected Status) یا (ټي‌پي‌اېس) پروګرام هغو کسانو ته ورکول کېږي چې هېوادونه یې له طبیعي افتونو، وسله‌والو جګړو یا فوق‌العاده پېښو سره مخ شوي وي.

دغه سند په معمول ډول له ۶ تر ۱۸ میاشتو پورې دوام لري او د تمدید وړ دی.

دا ډول اقامت د اېستلو مخنیوی کوي او همداراز د کارکولو اجازه هم ورکوي.

د امریکا د کورني امنیت وزارت ویاندې تریشا مک‌لافلین وايي، د دغه هېواد د کورني امنیت وزیر «کریسټي نوم» پرېکړه کړې چې اوسنی وضعیت په افغانستان او کامرون کې داسې دی څو د یادو هېوادونو وګړي نور د خوندي‌توب وضعیت د ترلاسه‌کېدو وړ نه دي.