سندونه: طالبان د چینايي وګړي د وژنکو په پیدا کولو کې پاتې راغلي

افغانستان انټرنشنل ته د طالبانو د کورنیو چارو وزارت رسېدلي مکتوبونه ښيي، چې تر اوسه د «لي» په نامه د چینايي د وژل کېدو په جرم څوک نه دي نیول شوي. داعش خراسان څانګې د سلواغې پر ۳مه په تخار کې د دغه چینايي د وژل کېدو مسوولیت پرغاړه اخیستی و.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، د چین د سفارت له بار بار غوښتونو سره تر اوسه طالبانو په تخار کې د دغه چینايي د وژلو عاملین نه دي پیدا کړي.

په تخار کې د طالبانو امنیه قومندانۍ د جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست په یوه رپوټ کې لیکلي چې د تخار په دشت قلعه ولسوالۍ کې د یوه چینايي وژونکي سملاسي له سیمې تښتېدلي دي.

تر اوسه په کابل کې د چین سفارت هم د لي د وژونکو د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو امنیتي ادارو د رپوټ پر اساس د تېر کال د سلواغې ۳مه دغه چینايي د کاکا عرب کلي په ساحه کې، چې د دشت قعله او خواجه بهاوالدین د ولسوالیو ترمنځه سرحد بلل کېږي، د خپل یوه افغان ترجمان او د کابل اوسېدونکي ضیاالله سره روان و.

لومړی نامعلومو کسانو د دوی د هایلکس پر موټر ډزې وکړې، چې د لي د وژل کېدو سره د هغه افغان ترجمان ټپي حالت کې ځان له موټر ګوزاروي او نوموړی خپل ځان د طالبانو یوې پوستې رسوي.

د طالبانو د امنیتي ادارو په رپوټ کې لیکل شوي، چې وروسته د خواجه بهاوالدین ولسوالۍ د طالبانو امنیتي مسوولین سیمې ته رسیږي، خو د پيښې عاملین له سیمې تښتېدلي وو.

خو طالبانو ټینکار کړی چې د طالبانو د استخباراتي ادارو هڅې پیل کړې چې د پېښې عاملین ونیسي.

طالبانو د وژل شوي چینايي وګړي لي په اړه ویلي چې هغه د تخار په چا اب طلا معدن کې د انجنیر په توګه کار کاو.