امرالله صالح: طالبان اوس د امریکا لپاره «بې ارزښته ترهګر»‌ دي

د مخکيني جمهوري نظام لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، د امریکا له لوري پر طالبانو د جایزې لغوه کول دا مانا لري، چې دغه ډله اوس په «بې ارزښته ترهګرو» کې شمېرل شوې ده.

امرالله صالح د (وري ۲۲مه) د جمعې ورځ په خپله اېکس پاڼه دغه څرګندونې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې ټامي برووس د هغو خبرو په دوام کړې، چې ګوندې طالبان به لا هم د ترهګرو په لېسټ کې وي او یوازې یې پرې جایزې لغوه کړې دي.

ښاغلي صالح زیاته کړې، چې طالبانو اوس خپل ارزښت له لاسه ورکړی او هغه لوړ ارزښت یې نه دی پاتې چې پر سرونو یې جایزې ایښودل کیدې.

د نوموړي په خبره، دا بدلون په اصطلاح او تګلارې کې د وضاحت تر څنګ تحلیل ته هم اړتیا لري.

امریکا نږدې درې اوونۍ مخکې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په ګډون د حقاني شبکې پر دوه نورو لوړو پوړو غړو د «عدالت لپاره د جایزو پروګرام» په لړ کې اعلان شوې لس میلیونه ډالري جایزې لغوه اعلان کړې.

طالبانو په پراخه توګه د امریکا د دغې پرېکړې هرکلی وکړ او ډول ډول خوشالۍ یې څرګندې کړې. خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وار وار پر دې ټینګار وکړ، چې د ترهګرو په نوملړ کې د حقاني شبکې د لوړ پوړو غړو نومونه لا هم پر خپل ځای پاتې دي.