افغان پېغله: غوښتل مې ماسټري وکړم، خو لاهور کې مې د لیسانس وروستي کال کې درس پاتې شو
د کابل اوسېدونکې افغان نجلۍ له نوم پرته افغانستان انټرنیشنل پښتو ته ویلي، په لاهور کې د کمپیوټر ساینس څانګې د لیسانس څلورم کال زدکوونکې وه، خو وطن ته ستنېدو سره یې هرڅه په اوبو لاهو کېږي.
دا وايي، کله چې د پاکستان حکومت اعلان وکړ چې هغه افغان کډوال چې قانوني اسنادنه لري په ځانګړي ډول ACC (افغان سټیزن کارډ)لري باید پاکستان پرېږدي، نو ور سره دا هم د کالج پرنسپل له کالج وایستله. دا نجلۍ په احساساتي ډول، چې ټولګیوال یې پر تګ خواشیني و.موږ څلور کاله یو ځای لوستلي وو په خوښیو او غمونو کې مو یو بل سره ملګرتیا کړې وه، خو ناڅاپه دا هر څه ختم شول.
هغه وايي، زما هیله دا وه چې کمپیوټر ساینس کې ماسټري وکړم خو بدبختانه دا خوب مې نیمګړی پاتې شو.
دوی درې وروڼه او خوندې دي یو او ټولود زدکړو له لارې یو روښانه راتلونکی غوښت.
افغانستان کې چې طالبانو د نجونو پر زدکړو او کار بندیز لګولی، نو دوی خپل راتلونکی تیاره بولي:
زموږ نه یوازې تعلیمي خوبونه مات شوي، بلکې راتلونکی مو هم په یو نامعلوم تقدیر پورې تړلی دی.
دغه زده کوونکې وایي چې افغان مهاجرین یوازې سرحد نه اوړي، بلکې خپل خوبونه، هیلي، او د خپلو عزیزانو ارمانونه هم شاته پرېږدي.
د ۲۰۲۳کال د سپټمبر میاشتې نه تر ۲۰۲۵د مارچ تر میاشتې پورې یوازې د تورخم له لارې له پاکستانه شاوخوا پنځه لکه افغان کډوال بیرته افغانستان ته استول شوي دي چې پکې شاوخوا ۲لکه او ۲۰زره ښځې شاملې دي.
په دغو ښځو کې ۳۷زره نجونې داسې وې چې د پښتونخوا، پنجاب، سند , بلوچستان او کشمیر په سرکاري او غیر سرکاري تعلیمي ادارو کې یې زدکړې کولې.
خو کله چې دغه نجونې بیرته افغانستان ته ستنې شوې هلته د ښوونځیو بندیدو له امله ټولې له زدکړو محرومې شوې.
د کورنیو چارو وزارت ،سیفران او نورو معتبره سرچینو له مخې دغه ۳۷زره نجونې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د ابتداییې او لوړو زدکړو په بهیر کې شاملې وې خو اوس له هر ډول تعلیمي فرصتونو بې برخې دي
سربېره پر دې له پاکستانه ۶۱زره نارینه زدکوونکي هم ستانه شوي خو یوازې ډېر لږ یې توانېدلي چې په افغانستان کې بېرته ښوونځیو یا تعلیمي ادارو ته شامل شي.
په افغانستان کې پر نجونو د زدکړو بندیز او د تعلیمي امکاناتو کمښت دا بحران لا زیات کړی دی.
اندېښنه څرګندېږي چې که د افغان کډوالو ستنیدو لړۍ همداسې روانه وي نو زرګونه نورې نجونې به هم له زدکړو بې برخې شي.
تر دې دمه یوازې د تورخم له لارې نږدې پنځه لکه کسان افغانستان ته تللي دي او شاوخوا درې لکه نور کډوال د چمن له لارې ستانه شوي دي.
په پاکستان کې مېشت افغان هنرمندان سندرغاړي او موسیقيدانان هم له سخت فشار او نامعلوم برخلیک سره مخ دي.
راپورونه وایي چې د دغو افغان هنرمندانو شمېر په پاکستان کې له ۸۰۰نه تر ۹۰۰پورې دی.
ډېری یې له دې امله پاکستان ته راغلي ول چې په افغانستان کې د هنر او موسیقۍ پر فعالیتونو بندیز لګیدلی و خو اوس چې دوی بیرته ستنول کیږي د دوی هنري راتلونکی هم له لوی ګواښ سره مخ دی.
نړیوال بشري حقونه فعالان او ادارې پر حکومتونو غږ کوي چې د افغان کډوالو د ستنولو پر مهال باید د بشري حقونو، تعلیم، د ښځو حقونو او د فرهنګي فعالیتونو ازادۍ ته پام وشي څو دا بحران نور پراخ نه شي.