د ټرمپ د سوداګرۍ سخت سیاستونه؛ برازیل او چین اړیکې پراخوي
په داسې حال کې چې نړۍ د ډونالډ ټرمپ د سوداګرۍ له سختو سیاستونو په تنګ راغلې، د برازیل حکومت وايي چې د دغه هېواد ولسمشر «لوېز اناسیو لولا دا سلوا» به راتلونکې میاشت د چین له ولسمشر شي جین پېنګ سره وګوري.
رویټرز خبري اژانس د جمعې په ورځ (اپرېل ۱۱مه) په یوه راپور کې زیاته کړې چې دا له ۲۰۲۳ کال راپدېخوا د سلوا او چینايي سیال ترمنځ درېیمه کتنه ده او ټاکل شوې په جولای میاشت کې د ځلورم ځل لهپاره یو وار بیا لیدنه وکړي.
د رویټرز په راپور کې راغلي چې د برازیل او چین ولسشمرانو ترمنځ دا پرلهپسې لیدنې ښيي چې د دواړو هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې تودېږي. په برازیل کې یوه مېشت ډېپلوماټ رویټرز ته د خپل نوم د نهښودلو په شرط، دا اړیکې «نهبېلېدونکې» بللي ځکه اوس نړۍ د ډونالډ ټرمپ له سختو سوداګریزو سیاستونو سره پر مبارزې لګیا ده.
دغه ډېپلوماټ وویل: «طبیعي لاره ده چې د بدیلې لارې وګورو او چین له هغو یو دی.» نوموړي دا هم ویلي چې برازیل هڅه کوي له اروپايي ټولنې سره سیمهییز سوداګریز تړون پای ته ورسوي او له برېکس هېوادونو سره خپلې همکارۍ پراخې کړي.
هغه زیاته کړه: «زه دې ته د ګواښ کمښت سیاست وایم. نن سبا له امریکا سره اړیکې ډېر ګواښ لري، نو ځکه دا طبیعي ده چې بدیلې لارې وګورو.» نوموړي همداراز ویلي چې برازیل او چین له مخکې څخه نږدې اړیکې لرلې.
د ۲۰۲۴ په نوامبر میاشت کې شي جین پېنګ او لولا د دواړو هېوادونو ترمنځ ډېپلوماتیکې اړیکې پراخې کړې او تر ۳۰ ډېر د همکاریو تړونونه یې لاسلیک کړل. دا تړونونه د زیربنا، انرژۍ، صنعتي کرنه (agribusiness) او نور مهم ستراتیژیک سکټورونه دي.
د برازیل د حکومت په وینا، لولا به راتلونکې میاشت په بېجنګ کې په یوې غونډه کې ګډون وکړي چې پهکې به د چین چارواکي او د لاتینې امریکا او کارابین هېوادونو مشران حاضر وي. ډیپلوماتان تمه لري چې لولا او شي به هلته خصوصي خبرې هم سره وکړي.
د برازیل حکومت په وینا، ټاکل شوې چې لولا د مۍ په ۱۳مه په بیجېنګ کې د چینایي چارواکو، لاتینې امریکا او کارابین هېوادونو له مشرانو سره په یوې غونډه کې ګډون وکړي. ډېپلوماتان تمه لري چې لولا او شي جین پېنګ به هلته خصوصي مذاکرات هم وکړي.