اندونیزیا د غزې جګړه ځپلو ته موقته بشري پناه ورکوي

د اندونیزیا ولسمشر پرابوو سوبیانتو ویلي، هېواد یې چمتو دی، چې د غزې د جګړې له امله زیانمنو شويو فلسطینیانو ته موقتي بشري پناه ورکړي. هغه زیاته کړې، چې د دغه بهیر به لومړۍ جوپه کې به ۱۰۰۰ تنه فلسطینیان خپل هېواد ته ولېږدوي.

د رویټرز د راپور له مخې ولسمشر پرابوو دا څرګندونې منځني ختیځ او ترکیې ته تر خپل سفر دمخه وکړې.

هغه ویلي، د بهرنیو چارو وزیر ته یې لارښوونه کړې، چې ژر تر ژره له فلسطیني چارواکو او نورو اړخونو سره خبرې وکړي، تر څو د دغو کسانو د ایستلو لاره هواره شي.

پرابوو زیاته کړه: «موږ چمتو یو چې ټپیان، رواني اغېزمن کسان او یتیمان اندونیزیا ته راولو، تر څو د لنډ مهال لپاره پاتې شي او کله چې شرایط ښه شي بېرته به غزې ته ستانه شي.»

اندونیزیا تر دې پخوا هم فلسطینیانو ته بشري مرستې استولي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړې اور د ۲۰۲۳ د اکټوبر له میاشتې روان دی.

ویل کېږي چې حماس د جګړې په پیل کې ۱۲۰۰ تنه اسراییلیان وژلي او ۲۵۰ نور یې برمته کړي.

د فلسطیني چارواکو په وینا، تر اوسه پورې له ۵۰ زره زیات فلسطینیان د اسراییلي ځواکونو عملیاتو له امله وژل شوي دي.

ولسمشر پرابوو ویلي، که څه هم د دغه شخړې حل اسانه کار نه دی، خو دی بیا هم غواړي چې په دې برخه کې خپل ونډه واخلي. هغه وویل: «اندونیزیا د فلسطینیانو امنیت او خپلواکۍ ته ژمنه ده. موږ په دې لټه کې یې چې نور هم فعال شو.»

د اندونیزیا ولسشمر دا څرګندونې دوه میاشتې وروسته له هغې کړې، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د فلسطینیانو د جبري بې ‌ځایه کولو پر وړاندې کلک مخالفت هم څرګند کړی و.

دا غبرګون وروسته له هغې راغی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړاندیز وکړ، چې فلسطینیان باید په دایمي توګه له غزې څخه وایستل شي.

د یادونې وړ ده، چې پرابوو تېر کال لا تر ولسمشرۍ مخکې ویلي و، چې که اړتیا پېښه شي، هېواد یې چمتو دی چې سوله ساتي ځواکونه غزې ته واستوي.