رحمت الله نبیل: د طالبانو او سیمه‌ییزو استخباراتي ادارو ترمنځ اړیکې زیاتې شوې دي

د پخواني جمهوري حکومت د ملي امنیت مشر رحمت الله نبیل ویلي، د طالبانو او د سیمه‌ییزو استخباراتو ترمنځ اړیکې خورا ډېرې شوې دي. هغه خبر ورکړی، چې تازه د چین او ایراني استخباراتو استازو په کابل کې له طالبانو سره خپلې اندېښنې شریکې کړې دي.

نبیل د (وري ۲۱مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، د اپریل میاشتې په ۷مه نېټه د چین د بهرنیو چارو وزارت اړوند اېم اېس اېس (MSS) څخه لوړ پوړي چارواکي چې د یاد هېواد د استخباراتي چارو څخه څارنه کوي کابل ته تللي دي.

هغه زیاته کړې، چې د طالبانو د استخباراتو د رییس عبدالحق وثیق په ګډون د هغه مرستیال عبدالله د چین له دغو استخباراتي کارکوونکو سره ځانګړې ناسته کړې ده.

د جمهوري نظام دغه پخوانی چارواکی په ټینګار سره وایي، چې د چینایي استخباراتي چارواکو او طالبانو ترمنځ په دغه ناسته کې د امنیتي همغږۍ، په افغانسان کې د سیالو لوبغاړو د نفوذ او فعالیتونو پر ارزولو باندې بحثونه شوي دي.

رحمت الله نبیل د خپلو ادعاوو په دوام لیکي، چې طالبانو تازه د ایران په سفارت کې د دغه هېواد له استخباراتي کارکوونکو سره هم لیده کاته کړي دي.

د نوموړي په خبره، د اپریل په پنځمه د سهار په لس نیمو بجو د طالبانو استخباراتو دوه نسبتا لوړ پوړو چارواکو د ایران په سفارت کې د دغه هېواد د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو (IRGC) له استازي سره مخامخ خبرې اترې کړې دي.

د هغه په وینا، که څه هم په ښکاره دغه ناسته په فراه کې د ایران د پرانېستل کیدونکي کونسلګرۍ په تړاو وه،‌ خو د پردې تر شاه په کې ایران د خپلو سټراټېژیکو اندېښنو په تړاو هم بحث کړی دی.

په دغه ناسته کې ایران په افغانستان کې د متحده عربي اماراتو له زیاتیدونکي نفوذ څخه هم اندېښنه څرګنده کړې ده.

نبیل ویلي، د طالبانو دا ډول استخباراتي ناستې ولاړې د یوې پېچلې او څو پوړیزه استخباراتي سیالۍ رامنځته کیدو ته اشاره کوي.

د تېر جمهوري نظام دا لوړ پوړی چارواکی په ډاډ سره وایي، دغه حالت کې سیمه ییز قدرتونه په هڅه کې دي، څو د افغانستان په په بدلیدونکي سیاسي منظره کې د استخباراتي او امنیتي چینلونو له لارې د خپل رول خوندي‌ یا هم پیاوړی کړي.

د طالبانو په تړاو دغه استخباراتي اندېښنې داسې مهال دي چې څو میاشتې وړاندې د یادې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق متحده عربي اماراتو ته د سفر په مهال د یاد هېواد له ولسمشر شیخ زاهد بن ال نهیان سره هم وکتل.

ویل کېږي په دغه ناسته کې هم د استخباراتي مسایلو او سیمه ییز امنیت په تړاو بحثونه شوي وو.

هم مهاله د زلمي خلیلزاد په ګډون یو لوړ پوړی امریکایي پلاوی هم کابل ته تللی و او کارپوهانو ډاډ څرګند کړی و، چې دغه سفر استخباراتي بڼه لرله او څرګنده شوه چې یاد هېواد له طالبانو سره استخباراتي راشه درشې هم لري.

په همدې حال کې پاکستان هم له افغان طالبانو څخه وېره لري او تورنوي یې چې په افغانستان کې یې د «ټي ټي پي» په ګډون د دوی ضد وسله والو ته ځای ورکړی دی.

طالبانو که څه هم د پاکستان دغه ادعاوې په وار وار رد کړي، خو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په وروستي راپور کې هم ورته اندېښنه څرګنده شوې او ویل شوي، چې د القاعدې په ګډون بېلابېلې وسله والې ډلې اوس د طالبانو تر سیورې لاندې په افغانستان کې خوندي پناه ځایونه لري.

ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې، چې د دغه وسله والو ډلو موجودیت نه یوازې دا چې د سیمې د ثبات لپاره لوی سرخوږی دی بلکې د نړۍوالې ویرې بوی تر هم راځي.