ځايي سرچینې: کندهار ښار کې امنیه قوماندانۍ ته څېرمه چاودنې شوې

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې د کندهار ښار امنیه قوماندانۍ د تصفیې کمیسیون په ودانۍ کې چاودنه شوې. سرچینې وايي، په پېښه کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېر یې نه دی معلوم.

د طالبانو امنیتي چارواکو تر اوسه پورې د کندهار د چاودنې په اړه څه نه دي ویلي.

په سیمه کې خبریالان وايي، چې د چاودنې له سیمې ځینې امبولانسونه تر روغتونونو پورې تللي دي.

کندهار د ملا هبت‌الله ټاټوبی او د هغه د کار او اوسېدو ځای دی، چې ځینې وخت د طالب مشرانو غونډې له کابله کندهار ته ور بولي.

ځايي سرچینې وايي، چې له څو پرله پسې چاودنو وروسته د ډزو غږونه هم اوریدل شوي دي.

تر اوسه پورې طالبانو لا په رسمي ډول څه نه دي ویلي، خو د دغې ډلې د خواله رسنیو فعالانو لیکلي، چې د وسلو ډیپو کې چاودنه شوې.