ټرمپ: له ایران سره د مذکراتو د ناکامېدو په صورت کې پوځي اقدام کوو

د امریکا متحده‌ایالاتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، چې که له ایران سره مذاکرات بریالي نه‌شي، نو د پوځي اقدام انتخاب به د مېز پر سر وي.

هغه د چهارشنبې په ورځ (د اپرېل ۹مه) په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته د وینا پرمهال زیاته کړې، چې که اړتیا شوه پوځي اقدام کوي.

نوموړي وویل: «اسراییل به له شک پرته په دې مسأله کې ښکېل وي او د مشرۍ رول به ترسره کوي، خو هېڅوک زموږ مشري نه اخلي. موږ که هرڅه وغواړو، کولای یې شو چې ترسره یې کړو.»

د متحده‌ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران سره د مذاکراتو د پای ته رسېدو اټکلي وخت نه دی روښانه کړی او په وینا یې، تر مذاکراتو وروسته به هرڅه روښانه شي.

ټرمپ په دې تړاو څرګنده کړې: «زه مشخص وخت نه شم ښودلی، خو کله چې مذاکرات پیل شي، دا به ډېر ژر روښانه شي چې بهیر ښه روان دی او که نه. که زه احساس کړم چې د مذاکراتو لوری ښه نه دی، هماغه وخت یې پای ته رسوم.»

نوموړي په عمان کې له ایران سره د شنبې ورځې د مذاکراتو پیل په تړاو د خبریال یوې پوښتنې ته په ځواب کې دا مذاکرات د یوه بهیر «پیل» بللی دی. هغه د دغو مذاکراتو پایلې ته د رسېدو لپاره د مهال وېش په تړاو وویل: «موږ کم وخت لرو، خو ډېر نه.»

د امریکا ولسمشر په ایران کې د حاکم رژیم د وضعیت په تړاو وویل: «د ایران خلک فوق‌العاده او ډېر هوښیار دي. هغوی تر سختو شرایطو او سخت رژیم لاندې ژوند کوي، خو خلک او د دوی مشران دواړه پوهېږي چې ایران باید اټومي وسلې ونه لري.»

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو هم له واشنګټن څخه تر روانېدو مخکې په یوه ویډیويي پیغام کې خبرداری ورکړی و، چې که د ایران د اټومي پروګرام د درولو لپاره مذاکرات ناکام شي یا ایران ځنډ وکړي، «پوځي انتخاب» به مطرح شي.

د یادونې ده، چې څو ورځې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سېدعباس عراقچي د امریکا او ایران ترمنځ د مذاکراتو پیلېدو د تایید ترڅنګ ویلي و، چې ایران له امریکا سره په غېرمستقیم ډول مذاکرات پیلوي.