د ملي اردو پخوانی منصبدار په احمد شاه بابا مېنه کې ترور شو

د افغانستان د پخواني جمهوري دولت د وسله وال پوځ ویاند اجمل عمر شینواری وايي، چې د ملي اردو پخوانی منصبدار محمد قیوم د سې شنبې په ورځ په کابل کې ووژل شو.

افغانستان انټرنشنل – پښتو ته د محمد قیوم د کورنۍ یوه غړي تایید کړه، چې هغه د سې شنبې په ورځ د کابل په احمد شاه بابا مېنه کې له خپلې مېرمنې او اولادونو سره پر لار روان و، چې د ناپېژانده وسله والو له خوا ووژل شو.

نوموړی وايي، هغه ویډیو چې دوی تر لاسه کړې ده، پکې ښکاري چې ناپېژانده وسله وال پرې ډزې کوي.

د افغانستان د پخواني جمهوري دولت د وسله وال پوځ ویاند اجمل عمر شینواري پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې نوموړی په مظلومانه ډول وژل شوی دی.

شینواری زیاتوي: “له دې پورته ظلم، د وحشت انتها او د ملي بشري شتمنیو قربانوالو بېلګه به په نړې کی نه وې.”

نوموړي د طالبانو له خوا د امنیت پر ادعاو نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې د طالبانو د مشر ټول بښنه یوازې یو دروغجن شعار دی.

دا لومړی ځل نه دی، چې د پخواني جمهوري دولت یو شمېر امنیتي ځواکونه په نښه کېږي؛ بلکې له دې وړاندې هم په ننګرهار، لغمان، کابل، پنجشېر او یو شمېر نورو ولایاتو کې ورته پېښې شوې دي.

د یادولو ده، چې د محمد قیوم وژل کېدل له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی.