نواز شریف د بلوچستان د ستونزو د حل ژمنه وکړه
د مسلم لیګ (ن) مشر نواز شریف د نشنل ګوند له مشر او د بلوچستان پخواني وزیر اعلیٰ ډاکټر عبدالمالک بلوچ سره د لیدنې پر مهال ژمنه وکړه، چې د بلوچستان سیاسي او اقتصادي ستونزو په حل کې به خپل رول ترسره کړي.
پاکستاني رسنۍ جیونیوز د راپور له مخې، دغه لیدنه په جاتی عمره کې ترسره شوې او دواړو مشرانو په کې د هېواد پر عمومي وضعیت او په ځانګړې توګه د بلوچستان پر حالاتو خبرې کړي.
ډاکټر عبدالمالک بلوچ له لیدنې وروسته خبریالانو ته وویل،نواز شریف ته یې وړاندیز وکړ چې بلوچستان ته لاړ شي او له سیاسي مشرانو سره مستقیمې ناستې ولري.
نوموړي زیاته کړه، چې نواز شریف دې وړاندیز ته مثبت ځواب ورکړی او ویلي یې دي، چې ژر به بلوچستان ته سفر وکړي.
عبدالمالک بلوچ ویلي، چې د بلوچستان د وضعیت ښه کېدو لپاره د نواز شریف رول خورا مهم دی او هیله یې څرګنده کړه، چې لکه په ۲۰۱۳ کال کې دا ځل به هم د بلوچستان د ستونزو په حل کې فعاله ونډه واخلي.
د مسلم لیګ (ن) مخکښ غړي خواجه سعد رفیق هم وویل، چې ډاکټر عبدالمالک بلوچ د بلوچستان ستونزې له نواز شریف سره شریکې کړې دي او نواز شریف ډاډ ورکړی، چې د دې ستونزو په حل کې به سیاسي هڅو ته دوام ورکړي.
دا په داسې حال کې دی، چې بلوچستان له اوږدې مودې راهیسې له امنیتي ستونزو سره مخ دی.
هلته وخت نا وخت وسلهوال بریدونه، چاودنې او هدفي وژنې ترسره کېږي.
ځینې بېلتونپالې ډلې د دولت پر ضد فعالیتونه کوي او له همدې امله سیمه تل د تاوتریخوالي تر سیورې لاندې ده.
سربېره پر دې، اقتصادي محرومیت او سیاسي بېثباتي هم د ناامنۍ اصلي لاملونه ګڼل کېږي.