کابل کې هغه سرښوونکي بښنه وغوښته چې په زور یې د زده کوونکو وېښتان قیچي کول
د طالبانو امربالمعروف وزارت د افغانستان انټرنشنل تر راپور وروسته هغه سرښوونکی احضار کړی، چې له زده کوونکو سره یې تاوتریخوالی کړی او د هغوی ويښتان يې پرې کول. د غازې لېسې دغه سرښوونکي محمد ذاکر په یوې ويډيو کې ویلي، چې هغه دا کار په خپل سر کړی.
د طالبانو امربالمعروف وزارت پر خپله اېکس پاڼه د کابل د درېيمې ناحيې د غازي لېسې د سرښوونکي محمد ذاکر ویډيو خپره کړې، چې د هغه په وینا په خپل سر يې له زده کوونکو سره ناسم چلند کاوه او د هغوی ويښتان يې پرې کول.
د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند د یاد سرښوونکي د ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې هغه پر دغه کار بښنه غوښتې ده.
نوموړي په دې ویډيو کې ویلي: «زه په خپل دغه کار پښېمانه یم، دا ما د اصلاح لپاره خپلسري کړې او د طالبانو د حکومت پالیسي نه ده.»
د هغه په خبره، د طالبانو امربالمعروف وزارت په ورته برخه کې ورته سپارښتنې کړې او بیا به دا غلطي تکرار نه کړي.
پر طالبانو نیوکې کيږي، چې په ښوونځيو کې ورته چارې کوي، چې ډېری يې له مطبوعاتو څخه پټې دي.