د روسیې مرستیال لومړی وزیر: د افغانستان اقتصادي ظرفیت روسیې ته انتظار باسي
د روسیې مرستیال لومړي وزیر له«ایزویستیا» ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې ویلي چې له تور نوملړه د طالبانو اېستل د افغانستان له اقتصادي ظرفیت څخه د ګټې اخېستنې لپاره یو فرصت دی.
الکسی اورچوک یادې روسي ورځپاڼې ته وویل، چې که څه هم افغانستان له ډیرو ستونزو سره مخ دی، خو دغه هیواد ډېر اقتصادي ظرفیت لري چې «روسیې ته انتظار باسي».
نوموړي زیاته کړه چې طالبان هم د روسیې په اړه مثبت نظر لري او د اقتصادي اړیکو پراختیا ته ډیر لېوال دي.
د روسیې د لومړي مرستیال وزیر وویل، چې روسیه له طالبانو سره اړیکه لري او دغه ډله د اقتصادي اړیکو پراختیا غوښتنه کوي.
الکسي اورچوک د روسیې له سترې محکمې ددغه هېواد د لوی څارنوال د تازه غوښتنې یادونه وکړه چې طالبان د ترهګرو ډلو له نوملړه وباسي.
د روسیې دولتي خبري اژانس ریانووستي وړاندې رپوټ ورکړی و چې د روسیې ستره محکمه به د وري پر۲۸مه (۱۷ اپریل) په دې اړه پرېکړه وکړي.
د روسیې د لومړي وزیر مرستیال په دې مرکه کې چې د چارشنبې په ورځ خپره شوه، وویل چې که ستره محکمه د لوی څارنوال غوښتنه ومني، « له افغانستان سره به د اړیکو غوره فرصتونه پرانیزي».
نوموړي څرګنده کړه: « موږ غواړو چې افغانان ښه ژوند ولري او دا مساله به د روسیې د اقتصادي پراختیا او سوداګرۍ په برخه کې زموږ همکاري پراخه کړي».
الکسي اورچوک وویل، « دا کولی شي د لوژستیکي ظرفیتونو زیاتولو کې مرسته وکړي چې موږ یې په لټه کې یو».
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر پر۲۸مه نېټه د روسیې د ځینو قوانینو اصلاحات لاسلیک کړل چې له مخې به یې د ترهګرو سازمانونو پر فعالیت د لنډ وخت لپاره بندیز لرې شي.
د دغه قانون له مخې، د روسیې عدلي او قضایي ادارې ته اجازه ورکول کیږي چې طالبان په موقتي او مشروط ډول د ترهګرو ډلو له نوملړه وباسي.