حنفي: د عیسویانو، مشرکانو او کافرانو په ګډون هندوان او سېکان د چهارپا (ځناور) په شان دي
د طالبانو د امربالمعروف او نهی عنالمنکر وزیر محمدخالد حنفي په کابل کې د دغې ډلې یوې غونډې ته د وینا پرمهال ویلي، چې د عیسویانو، مشرکانو او کافرانو په ګډون هندوان او سېکان د چهارپا (ځناور) په شان دي.
په هغه غږیز کلېپ کې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډیو ټلوېزیون د چهارشنبې په ورځ (د وري ۲۰مه) خپور کړی، حنفي طالب چارواکو ته په خطاب کې زیاته کړې، چې د بیتالمال په کارونه کې احتیاط وکړي.
نوموړی وايي: «ماموریت کافران هم ترسره کوي، ماموریت مشرکان هم ترسره کوي، ماموریت یهودان هم ترسره کوي، ماموریت عیسویان هم ترسره کوي، ماموریت هندوان او سېکان هم ترسره کوي؛ خو هغوی د چهارپا (ځناور) په شان دي. هغوی د قران او او شریعت خلاف نظر لري.»
همداراز، د طالبانو د امربالمعروف او نهی عنالمنکر وزیر، محمد خالد حنفي د دغې ډلې تر کنټرول لاندې دولتي کارکوونکو ته سپارښتنه کړې، چې خپل فکرونه د طالبانو له شریعت سره سم برابر کړي.
حنفي دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېرکال په خپل راپور کې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغاستان کې د سېکانو او هندوانو په ګډون د مذهبي اقلیتونو ناوړه وضعیت د اندېښنې وړ بللی و.
په راپور کې راغلي و، چې مذهبي اقلیتونه په افغانستان کې د خپل خونديتوب په تړاو اندېښمن دي او د شکنجې له ګواښه محاکمې ته د شکایت په صورت کې وېره لري.
د یادونې ده، چې د بشري حقونو ګڼو بنسټونو په وار - وار له طالبانو غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د مذهبي اقلیتونو خونديتوب ته پاملرنه وکړي.