طالبان وايي، له پاکستان او ایران څخه په یوه ورځ نږدې ۶ زره افغان کډوال راستانه شوي

د کډوالو ستونزو ته د رسیدو په برخه کې د طالبانو عالي کمیسیون وايي، تېره ورځ له پاکستان او ایران څخه ۱۰۰۷ کورنۍ او ۱۲۸۰ تنه په انفرادي توګه هېواد ته راستانه شوي دي. طالبانو ویلي، چې په تورخم کې د کډوالو ستونزو ته د رسېدو کمېټو خپل فعالیت ۲۴ساعته کړی دی.

د کډوالو ستونزو ته د رسیده ګۍ په برخه کې د طالبانو عالي کمیسیون وايي، چې د سې شنبې په ورځ ۱۷۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۴۹ تنو ته رسیږي، د هرات د اسلام کلا له لارې او د ۱۲۸۰ مساپرو په ګډون ۶۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۶۹ تنو ته رسیږي، د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې له ایران څخه راستتنه شوي دي.

یاد کمیسیون همدارنګه ویلي، چې تېره ورځ ۴۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۴۳ تنه وو د کندهار د سپین بولدک او ۷۲۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۵۰۰ تنه وو د ننګرهار د تورخم له لارې له پاکستان څخه راستنې شوې دي.

یاد کمیسیون ویلي، چې له ګاونډیو هېوادونو څخه راستانه شوي یو شمېر کډوال یې په لنډمهالو میشتغالو کې ځای پرځای کړي او یو شمېر یې خپلو اصلي مېنو ته لیږلي دي.

پر همدغه مهال د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس په تورخم کې د عمري میشتغالي د مسوول له قوله خبر ورکړی، چې له پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو لپاره ۱۲ ټاکل شویو کمېټو د خوراکي توکو، روغتیا، ټرانسپورټ، مخابراتو، ثبت، اسنادو او پوهاوي برخو کې خپل خدمات ۲۴ ساعته کړي دي.

بل خوا د طالبانو د کډوالو او کورنیو چارو وزارت مسوولینو هم تورخم ته له پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسیدو په موخه سفرونه کړي دي.

پر همدغه مهال د پښتونوخوا ایالت د کورنیو او قبایلو چارو وزارت ویلي، چې نن له سیال کوټ، ګوجروانوالې، راولپنډۍ، پېښور، اټک او خانوال څخه ۱۲۴۵ تنه افغانان د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکسان د کډوالۍ ادارې ویلي، چې له دغه هېواد څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو د دویم پړاو پرمهال په تېره یوه اونۍ کې ۱۱۳۷۱ افغان کډوال په جبري ډول ایستل شوي او دا لړۍ لا هم دوام لري.