طالبان: د نیول شوې برېټانیایي جوړې قضیه به د «شریعت» له مخې حل کېږي
د اسوشیېټیډ پریس د راپور له مخې، طالبان وایي، چې د نیول شوې برېټانیايي جوړې د قضیې په اړه به د «اسلامي شریعت» له مخې پرېکړه کوي. دغه برېټانیایي جوړه څه باندې دوه میاشتې وړاندې د افغانستان بامیان ولایت کې له ځینو نورو بهرنیانو سره یو ځای نیول شوې.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وویل: «د دوی ستونزه (جرم) دومره لوی نه دی، دا یوه وړه موضوع ده او باید د اندیښنې لامل نه شي، او انشاالله ډېر ژر به د دوی ستونزه هواره شي.»
طالب ویاند ویلي: «زه يوازې دومره ويلاى شم چې دا موضوع پخوا د کورنيو چارو له وزارت سره وه او اوس محکمو ته سپارل شوې ده.»
هغه د دغې جوړې د نیول کېدو د لامل او درملنې په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
دا په څه باندې یوه میاشت کې لومړی ځل دی، چې طالب چارواکي د پیټر رینولډز او د هغه د مېرمنې باربي رینولډز د قضیې په اړه په عامه توګه څرګندونې کوي.
څو ورځې وړاندې ټیلیګراف ورځپاڼې د ۷۹ کلن پیټر په حواله خبر ورکړ، چې هغه په زندان کې له یوه عامه ټیلیفون څخه د خپلې کورنۍ سره په خبرو کې خپل وضعیت «دوزخ ته تر ټولو نږدې» بللی دی.
رینولډز وویل: «زه پښې او لاس تړلې له قاتلانو او جنسي تیري کوونکو سره یو ځای ساتل کېږم؛ د هغه کس په ګډون چې خپله مېرمن او درې ماشومان یې وژلي دي.»
هغه وایي چې په ورځ کې یو وخت خواړه ورکول کېږي. ډوډۍ، نخود او شین چای، وزن یې له لاسه ورکړی او د زندان چاپیریال ورته ډیر ویرونکی دی.
د یادولو وړ ده، چې د روان کال فبرورۍ میاشتې په لومړۍ نېټه پیټر او د هغه مېرمن باربي د دوی د ژباړونکي شان جایا او چینایي – امریکایي ملګرې فيي ډي هال سره یو ځای په بامیان ولایت کې د طالبانو لهخوا نیول شوي، خو د دوو میاشتو په تېردو سره لا هم طالبانو پر دوی کوم ځانګړی تور نه دی پورې کړی.
هېره دې نه وي، چې فيي هال څو ورځې وړاندې د طالبانو له بند څخه ازاده شوې او له خپلې کورنۍ سره یو ځای شوې ده.