په استانبول کې د افغانستان د همغږۍ ډلې دوه ورځنۍ ناسته پیل شوې

په کابل کې د ترکیې سفارت ویلي، چې په استانبول کې د افغانستان د همغږۍ ډلې ناسته پیل شوې او سبابه هم روانه وي. په دې ناسته کې په افغانستان کې د مرستندویه فعالیتونو د همغږۍ په اړه بحث کیږي.

په کابل کې د ترکیې سفارت وايي، چې د افغانستان د همغږۍ ډلې ناسته نن او سبا په استانبول کې دوام لري.

سفارت دا غونډه د نړیوالې ټولنې د لومړیتوبونو او پلانونو د بحث او همداراز په افغانستان کې د مرستندویه چارو د همغږۍ په موخه مهمه بللې ده.

د معلوماتو له مخې، په دغه غونډه کې د مرستندویه هېوادونو استازي، نړیوال مالي بنسټونه او د یوناما چارواکي ګډون لري.

دغه غونډه په داسې مهال تر سره کیږي، چې دوه ورځې وړاندې یوناما په یوه اعلامیه کې ویلي و، چې دمګړی د افغانستان ۲۲،۹ میلیونه وګړي مرستو ته ته اړتیا لري او پر مرسته کوونکو هېوادونو یې غږ کړی و، چې په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان د خلکو لپاره خپل مهم ملاتړ ته دوام وکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې اندریکا راټوټا ویلي، چې له بې وزلۍ څخه د افغانانو د خلاصون لپاره باید « د دوی د اړتیاوو د پوره کولو لپاره اړینې سرچینې او لارې ولرو.»

د ملګرو ملتونو د چارواکو له لوري د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره د بشري او اساسي اړتیاوو په سکتورونو کې مرستندویه شریکانو ۳،۲۱ ملیارد ډالر چمتو کړل.

یوناما ویلي و، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۴ کال کلنيو پایلو راپور به په استانبول کې د افغانستان د همغږۍ ډلې په غونډې کې خپور کړي.