طالبان وايي تېر کال د ابونصر فراهي بندر له لارې د ۹۰۰ زره ډالرو په ارزښت صادرات شوي
په فراه کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ اداره وايي، چې تېر کال يې ایران، عراق، ارمنستان او متحده عربي اماراتو ته د ۹ سوه زره ډالرو په ارزښت صادرات کړي دي. دوی زياتوي، چې په دې صادراتو کې غالۍ، سرب، مېوې او سبزیجات شامل وو.
په فراه کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ ادارې د صادراتو د پراختیا مدیر محمد عیسی رحماني د دغې ډلې تر واک لاندې ملي ټلویزیون سره په خبرو کې ویلي، چې تېر کال یې د فراه د ابونصر فراهي بندر له لارې نورو هېوادونو ته د صادراتو کچه لوړه وه.
د نوموړي په خبره، ۱۶۰ موټره صادرات يې د ۹ سوه زره ډالرو په ارزښت تر سره کړي دي.
هغه زياته کړې: « په دغه تېر کال کې ۱۶۰ موټره صادرات موږ درلودل، چې په دې کې بادرنګ، خربوزه، پیاز، غالۍ، سرب او ځينې نور توکي وو، چې دغه ایران عراق، متحده عربي اماراتو ارمنستان ته صادر شوي دي، چې ارزښت يې ۹ لکه ډالرو ته رسيږي.»
رحماني زياتوي، چې د دغه بندر له لارې يې د نورو کلونو په پرتله تېر کال ۶ سلنه په صادراتو کې زياتوالی راغلی او سږ کال هڅه کوي، چې دغه کچه نوره هم لوړه کړي.
نوموړي وايي، که د فراه لویه لار جوړه شي نو بهرنيو هيوادونو ته به د صادراتو کچه نوره هم لوړه شي.