په ازبکستان کې د افغانانو لپاره د غاښونو ۲۰ کلینیکونه پرانېستل کېږي

د طالبانو د روغتیا وزارت او د ازبکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ترمنځ د هوکړې له مخې، په ترمذ ښار کې د افغانانو لپاره شاوخوا ۲۰ د غاښونو درملنې کلینیکونه پرانیستل شي.

د ازبکستان د سوداګرۍ خونې رییس داورون واخابوف او د طالبانو د روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي ترمنځ د لیدنې پر مهال د روغتیا په برخه کې د همکارۍ، په ځانګړي ډول د غاښونو درملنې او درمل جوړونې په برخو کې ګډو پروژو باندې بحث شوی دی.

ازبکستانۍ رسنۍ وايي، طالبانو وړاندیز کړی، چې په ترمذ ښار کې د افغان غاښ ډاکټرانو (ډنټیسټانو) روزنه پیل شي او همداراز د غاښونو خدماتو شبکه پراخه شي.

د دغو کلینیکونو د پرانیستلو ترڅنګ طالبانو د ازبکستان د درملو صادراتو ته هم لیوالتیا ښودلې ده.

د ازبک سوداګرو له لوري وړاندیز شوی، چې په افغانستان کې د درملو د ثبت پروسه ساده شي او د یوه ځل وارداتو سیستم معرفي شي.

اټکل شوی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د درملو او طبي وسایلو صادراتو ارزښت د کال تر پایه ۵۰ میلیونه ډالرو ته ورسېږي.