کرملین ماڼۍ: د روسیې او امریکا تر منځ د خبرو نوی پړاو به په ترکیه کې ترسره شي

د مسکو ټایمز خبري اژانس د راپور له مخې، د کرملین ماڼۍ ویاند دیمیتري پیسکوف ویلي، چې د روسیې او امریکا تر منځ د خبرو اترو دویم پړاو به د ترکیې په استانبول ښار کې ترسره شي.

دیمیتري پیسکوف د سې شنبې په ورځ (د وري ۲۰مه) په یوه خبرې ناسته کې خبریالانو ته وویل، چې دغه غونډه به د اپریل په لسمه جوړه شي.

هغه وویل: «په دې خبرو کې به د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزارتونو استازي برخه ولري.»

پیسکوف د هغو موضوعاتو په اړه جزیات ورنه کړل، چې د روسیې او امریکا پلاوي به پرې خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پانګونې لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی کریل دیمیترییف امریکا ته له دوه ورځني سفر څخه تازه راستون شوی او ویلي یې دي، چې نوې خبرې اترې روانې دي.

نوموړي امریکا ته د خپل سفر په ترڅ کې په واشنګټن کې د ډونالډ ټرمپ له ځانګړي استازي سټیو ویټکوف او د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو سره وکتل.

د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشرۍ له ټاکنو وروسته پوتین او ټرمپ دوه ځلې ټیلیفوني خبرې کړې دي.

د یادولو وړ ده، چې د روسیې او امریکايي چارواکو تر منځ لدې مخکې دوه عامه غونډې د مارچ په میاشت کې په سعودي عربستان کې ترسره شوې وې.