برایان مېسټ: موږ نه غواړو چې د امریکایی مالیهورکوونکو یو ډالر هم د طالبانو لاس ته ورشي
د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې د یوې غونډې په ترڅ کې د امریکا مرستو ته د طالبانو د لاسرسي لایحه څېړلې ده. د دې کمیتې مشر وایي، دوی نه غواړي چې د امریکایي مالیهورکوونکو یو ډالر هم د طالبانو لاس ته ورشي
د نوموړې کمېټې غړو د چهارشنبې په ورځ (د وري ۲۰مه)زیاته کړې، په افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ ته په کتو، دا به ستونزمنه وي چې مرستو ته د دغې ډلې د لاسرسي مخنیوی وشي.
د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر برایان مېسټ وویل: «دا د متحدهایالتونو لپاره یوه بنسټیزه او مهمه موضوع ګڼل کېږي، موږ اوس مهال په افغانستان کې سفارت نهلرو، له طالبانو سره ډېپلوماټیکې اړیکې هم نهلرو، او طالبان یوه ترهګره ډله ده. موږ نه غواړو چې د امریکایی مالیهورکوونکو یو ډالر هم د طالبانو لاس ته ورشي.»
ټېم بورچېټ چې دغه لایحه جرګې ته وړاندې کړې، وویل. چې طالبانو د امریکا له مرستو څخه لږ تر لږه ۱۰ مېلیونه ډالره د مالیاتو له لارې یا په بله بڼه ترلاسه کړي دي.
د استازو جرګې غړو غوښتي، چې پر «ترهګرو» دې هر ډول مالي ملاتړ بندې شي.
هغوی د متحدهایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ته دنده سپارلې، چې یوه داسې ستراتېژي جوړه او پلي کړي، ترڅو طالبان په افغانستان کې د بهرنیو هېوادونو او نادولتي بنسټونوله مرستو څخه ناوړه ګټه پورته نه کړي.
پر امریکا د ټرمپ له واکمنېدو وروسته، افغانستان ته د نړۍوالو بنسټونو لهخوا د امریکا وېشل شوې مرستې تر څېړنې لاندې دي.
امریکایي سرچینو رویټرز ته ویلي، چې له افغانستان سره به ډېری مرستې بندې شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سېشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د ټرمپ ادارې د طالبانو د ناوړه چلند له امله افغانستان او یمن ته د خوړو نړۍوال پروګرام ډېرۍ مرستې ځنډولې دي.
د امریکا د استازو جرګې غړي ټېم بورچېټ په غونډه کې ویلي، چې وړاندیز شوی پلان درې موخې لري: پر طالبانو د مالي او مادي مرستو بندول؛ د نغدي مرستو پروګرامونو په اړه راپور ورکول؛ د افغانستان د اماني صندوق او مرکزي بانک څارنه او راپور ورکول.
هغه زیاته کړه: «د ۲۰۲۱ کال د ډېسمبر میاشتې راهیسې د امریکا متحدهایالتونو لهخوا د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته په مېلیاردونو ډالرو نغدي مرسته لېږل شوې، چې تر ډېره بریده دا پیسې د طالبانو لهخوا یا ضبط شوي یا هم ناوړه ګټه ترې اخیستل شوې ده، نو دا پروسه باید ژر تر ژره ودرول شي.»
بورچېټ چې د افغانستان له مقاومت جبهې سره نږدې اړیکې لري، خبرداری ورکړ چې «موږ باید د طالبانو د نفوذ د کچې په اړه نه یوازې د نړۍوالو مرستو په وېش کې، بلکې د افغانستان په بانکي سېسټم کې هم ښه پوهاوی ولرو.»
هغه همدارنګه ټینګار کړی، چې هره اوونۍ شاوخوا ۴۰ مېلیونه ډالر نغدې پیسې کابل ته لېږل کېږي، چې په مستقیم یا غېرمستقیم ډول طالبانو ته ځي او د هغه پیسو هېڅ حساب نه شته.
ټېم بورچېټ ټینګار کړی، چې د بهرنیو چارو وزارت باید سملاسي دا بهیر ودروي.
هېڅ تضمین نه شته، چې دا پیسې به له اړمنو خلکو سره د مرستې لپاره ولګول شي.
د بایډن حکومت د بورچېټ او مېسټ په ګډون خپلو متنقدینو ته ویلی و، چې امریکا له طالبانو سره مرسته نه کوي او نړۍوال بنسټونه په کلکه د وېش لړۍ څاري.
د اوچا په وروستي راپور کې د طالبانو لهخوا د مرستو په وېش کې د ناوړه ګټه اخیستنې او انحراف قضیو ته اشاره شوې، خو دغه راپور بشري مرستو ته د طالبانو د لاسرسي یا ناوړه ګټې اخیستنې کره شمېر نه دی ښودل شوی.
د امریکا د بهرنیو چارو مخکېني وزیر انتوني بلېنکن د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې غړو ته ویلي و، چې ښايي طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې له افغانستان سره د امریکا د ټولو ۳ مېلیارده ډالرو مرستې څخه ۱۰ مېلیونه ډالر ترلاسه کړي وي.