میدان وردګ کې د ناچاوده توکو د چاودنې له امله یوه ماشومه وژل شوې او ۴ ماشومان ټپیان دي

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې د میدان وردګ ولایت په چک ولسوالۍ کې د ناچاوده توکو د چاودنې له امله یوه ۱۱ کلنه ماشومه وژل شوې او ۴ ماشومان ټپیان دي.

دغه اژانس په میدان وردګ ولایت کې د طالبانو له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي مشر فیض الله جلالي له قوله لیکلي، پېښه هغه مهال شوې چې ماشومان له ښوونځي څخه خپلو کورونو ته روان وو.
د طالبانو په وینا؛ چاودنه د تېرو جګړو پاتې ناچاوده توکو له امله شوې ده.
پر افغانستان د شوروي یرغل پر مهال شوروي ځواکونو په بېلابېلو ولایتونو او کلیوالي سیمو کې تر ځمکې لاندې ماینونه ښخ کړي، چې د طالبانو تر راڅرګندېدو وروسته دغه ډلې هم د پخواني جمهوري نظام د امنیتي سرتېرو او بهرنیو ځواکونو په نښه کولو لپاره په ځمکو کې ماینونه ښخول.
سره له دې چې دا مهال په افغانستان کې د ماین پاکولو اووه نړۍوالې او کورنۍ ادارې د ماینونو او ناچاوده توکو په راټولو او شنډولو بوختې دي؛ خو لا هم ماینونه او ناچاوده توکي د افغانستان په هره برخه کې هغه پټ ګواښونه دي، چې د دغه هېواد خلک ورسره غاړه غړۍ دي.
د ماین پاکۍ برخې چارواکي وایي، دا مهال له ماینونو څخه ناچاوده توکي زیات ګواښوونکي دي چې د افغانستان په ډېرو لرو پرتو کلیو بانډو کې خواره واره پراته دي.
په افغانستان کې سره صلیب نړۍوالې کمیټې د ماینونو او چاودېدونکو توکو د ګواښونو د پوهاوي نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې لاهم ګڼې سیمې د ماینونو او ناچاودو توکو له ګواښ سره مخ دي.
سور صلیب وايي، په ۲۰۲۴ کال کې په ۲۵۱ چاودنو کې د ۴۳۴ ماشومانو په ګډون لږ ترلږه ۵۶۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.