اسلام‌اباد: امریکايي شرکتونه د پاکستان په کانونو کې د پانګونې لپاره لېواله دي

د پاکستان حکومت د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې امریکايي شرکتونه د دې هېواد په هغو معدني زېرمو کې پانګونې ته لېواله دي، چې د نړۍ له لویو مسو او سرو زرو ذخایرو څخه ګڼل کېږي. پر دې سربېره پاکستان د لیتیمو په برخه کې هم غني دی، کوم چې د بیټرۍ جوړولو لپاره اړین دی.

د پاکستاني حکومت په وینا، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سوېلي او مرکزي اسیا د چارو لوړپوړي چارواکي اریک مایر په اسلام اباد کې د یوې غونډې په ترڅ کې شهباز شریف ته د امریکایي شرکتونو د دغې لېوالتیا په اړه ویلي دي.

دا لیدنه وروسته له هغې وشوه، چې مایر د پاکستان د معدني زېرمو په اړه دوه ورځني نړۍوال کنفرانس کې چې موخه یې د بهرنيو پانګوالو جلبول و، ګډون وکړ.

په دغه کنفرانس کې نړۍوالو شرکتونو لکه په کاناډا کې "باریک ګولډ" او همداراز د امریکا، سعودي عربستان، چین، ترکیې، برېتانیا، اذربایجان او نورو هېوادونو چارواکو ګډون کړی و.

د پاکستان سترې مسي او د سرو زرو زېرمې په رکو دیق سیمه کې چې په بلوچستان کې ده، موقعیت لري.

دا هغه سیمه ده، چې په وروستیو کلونو کې د بلوڅ بېلتون‌پالو بریدونه په کې زیات شوي دي.

د باریک ګولډ شرکت اټکل کوي، چې د رکو دیق کانونه کولی شي په ۳۷ کلونو کې ۷۴مېلیارده ډالر ګټه ورکړي.

د پاکستان د طبیعي منابعو ټولییز ارزښت شاوخوا ۶تریلیونه ډالره اټکل شوی دی.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر د دې غونډې په ترڅ کې بهرنیو پانګوالو ته ډاډ ورکړی، چې پوځ به یې امنیت تضمین کړي.

بلوڅ بېلتون‌پال چې له کلونو راهیسې د دې سیمې د منابعو لپاره جګړه کوي، د هر ډول بهرني پانګونې سره مخالف دي.

دوی وایي، چې دا ډول پانګونې د اسلام‌اباد هڅه ده چې د بهرنیو لوبغاړو په مرسته د سیمې منابعو باندې تسلط ولري.