ټرمپ د ۹۰ ورځو لپاره سوداګریزې تعرفې وځنډولې
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې هغه د ډېرو هېوادونو د وارداتو تعرفې د ۹۰ورځو لپاره ځنډولې دي. د ټرمپ په وینا، په دغه ځنډ کې هغه هېوادونه شامل دي چې د ټرمپ تعرفو ته یې ځواب نه دی ورکړی.
د چین د غچ اخیستونکو اقداماتو په ځواب کې ټرمپ د چین څخه پر وارداتو تعرفې ۱۲۵ سلنې ته لوړې کړې.
چین د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د اپرېل له لسمې نېټې څخه به په ټولو امریکایي توکو ۸۴سلنه اضافي تعرفې ولګوي.
دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه، چې امریکا په چین باندې تعرفې ۱۰۴سلنې ته لوړې کړې.
ټرمپ ګواښ کړی و، چې د هېوادونو له خوا د متقابلې تعرفې زیاتوالی به متحده ایالاتو ته د دوی په صادراتو باندې تعرفې لوړې کړي، خو اروپا او چین د متحده ایالاتو دا ګواښ له پامه غورځولی او د هېواد په صادراتي توکو یې متقابل او غچ اخیستونکي تعرفې لګولي دي.
ټرمپ وویل، چې د چینایي تعرفو د غچ اخیستونکي زیاتوالي لامل "د نړۍوالو بازارونو لپاره بې احترامي" ده.
هغه د چین له خوا د امریکا پر وارداتي توکو د تعرفو متقابل زیاتوالي ته اشاره کړې، چې نړۍوال بازارونه، په ځانګړې توګه اسیایي بازارونه یې ډېر اندېښمن کړي دي.
د چین او امریکا د سوداګریزې جګړې له امله د اسیا مالي بازارونو کې د پام وړ کمښت راغلی دی.
د ټرمپ د تعرفې پالیسۍ امریکایي رایه ورکوونکي اندېښمن کړي دي.
د ایکانومیسټ مجلې د یوې نوې نظرپوښتنې له مخې، د ټرمپ شهرت وروسته له هغه چې تېره اونۍ یې د نړۍوالو تعرفو یوه پراخه پالیسي پلي کړه، په چټکۍ سره راټیټ شو.
په نظرپوښتنه کې ښودل شوې، چې ۵۱ سلنه ځواب ورکوونکي د ولسمشر په توګه د ټرمپ له کړنو څخه ناخوښه دي او ۴۳ سلنه د هغه له کړنو څخه مثبته ارزونه کړې ده.
په دې نوې نظرپوښتنه کې ۵۶اسلنه امریکایانو ویلي، چې په وارداتو تعرفې "ډیرې زیاتې" دي. یوازې ۲۷سلنو وویل، چې د تعرفې زیاتوالی"مناسب"دی.
بله خوا د رویټرز له خوا نوې نظر پوښتنه ښيي، چې ډېری امریکایان د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د نویو پراخو تعرفو د لګولو وروسته د ورځینیو توکو د بیو د لوړوالي لپاره ځان چمتو کوي.
د رویټرز نظر پوښتنه چې د یکشنبې په ورځ پای ته ورسېده، ښيي چې ۷۳٪ ګډونوالو ویلي، چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې به د هغو شیانو بیې لوړې شي، چې دوی یې هره ورځ اخلي، ځکه چې دا نوي مالیات به تقریباً پر ټولو وارداتو اغېز وکړي.
دغه نظرپوښتنه ښيي، چې ډېری امریکایان د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د نویو پراخو تعرفو له اعلان وروسته، د ورځینیو توکو د بیو د لوړوالي اندېښنه لري.
یوازې ۴٪ ګډونوالو فکر کاوه، چې بیې به راټیټې شي، په داسې حال کې چې پاتې کسانو یا ویلي چې کوم بدلون نه راځي یا یې پوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی.
ټرمپ تېره اونۍ د تېرو څو لسیزو تر ټولو لویې تعرفې اعلان کړې، چې دا کار د وال سټریټ بازارونه لړزولي، ځکه ډېر اقتصادپوهان وایي چې دا تعرفې به بیې پورته کړي او ښایي د امریکا او نورو هېوادونو لپاره اقتصادي رکود رامنځته کړي.