چین: د ټرمپ د تعرفو پر وړاندې به تر پایه مبارزه وکړو
رویټرز راپور ورکړی، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لهخوا په چین باندې د تعرفو له لګولو سره نړیواله سوداګریزه جګړه پیل کړې ده. د راپور له مخې چین ویلي، چې تر پایه به دې جګړې ته دوام ورکړي او په هېڅ صورت به تسلیم نه شي.
د امریکا په وړاندې د چین ورته عکس العمل وروسته له هغې ترسره کیږي چې ټرمپ پدې وروستیو کې د نړۍ د دویم لوی اقتصادي هېواد په توګه د چین څخه په وارداتو ګمرکي تعرفې لوړې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې ډونالډ ټرمپ چین ته ګواښ کړی، چې که پر امریکایي توکو ۳۴سلنه غچ اخیستونکې تعرفه لرې نه کړي، نو امریکا به د چینايي توکو پر وارداتو ۵۰سلنه اضافي تعرفه ولګوي.
ټرمپ، چین ته تر سې شنبې ورځې وخت ورکړی، چې خپله تعرفه لرې کړي.
د چین د سوداګرۍ وزارت ویلي: د تعرفو د زیاتولو لپاره د امریکا ګواښ د امریکا له خوا یو ځل بیا یوه بله تېروتنه ده. «که امریکا دا لاره تعقیب کړي، چین به یې تر پایه مبارزه وکړي.»
بلخوا بیا اروپايي ټولنې هم د ټرمپ د تعرفو په ځواب کې د خپلو متقابلو تعرفو د لوړوالي وړاندیز کړی دی.
د یادولو وړ ده، چې په چین، کاناډا او اروپا باندې د متحده ایالاتو لخوا د تعرفو لګولو نړیوال اقتصاد او د ونډو بازارونه له بحران سره مخ کړي او دا کړکیچونه د اقتصادي جګړې لامل شوي دي.